شاته

د قبایلي ضلعو هر ښار کې باید عصري پوهنتونونه جوړ کړل شي،د پارلیمان د غړو اؤ ماهرینو غوښتنه

د پارليمان غړو او د تعليمي چارو ماهرينو د وفاقي حکومت لخوا د کال 2022-23م په بجټ کې په شمالي وزيرستان کې د عصري پوهنتون د جوړښت لپاره د رقم ځانګړي کولو د اعلان هرکلی کړی خو وایي په قبایلي ضلعو کې اوس هم نزدې لس لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دى او بايد چې صوبايي او مرکزي حکومتونه دې ته پام وګرځوي.

د ملى جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د مرکزي حکومت لخوا په شمالي وزیرستان کې د عصري پوهنتون د جوړښت لپاره د پنګو د ځانګړې کولو هرکلی کړی او ډيوه سره یې خبرو کې ویلي دا يو اغاز دی او باید چې دقبایلي ضلعو په هر ښار کې جديد پوهنتون جوړ کړی شى.

نوموړي وويل ددې پوهنتون جوړولو لپاره یې له ډېر وخت راهیسې کار کولو او د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې ددې فزبيلټي لپاره پېسې هم ايښودل شوې خو له هغې وروسته ورباندې کار ونه شو.

وايي چې وروسته د مسلم لیګ نون په مشرۍ کې د جوړ اتحادي حکومت د وزير اعظم شهباز شريف نه یې هم ددې پوهنتون د جوړولو غوښتنه کړې وه.

محسن داوړ وايي دا ځل د پوهنتون د فزيبيلټي کار هم پوره شوی او ورسره مرکزي حکومت په راتلونکي بجټ کې پېسې هم مختص کړې دي.

دا به د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ځپل شوو سیمو لپاره لومړنۍ پوهنتون وي.

د پاکستان د تعلیم په مرکزي وزارت کې د تعلیم د تکنيکي چارو سلا کار او پوهان عمر اورکزي په شمالي وزیرستان میران شاه کې د پوهنتون لپاره په مرکزي بودیجه کې د پېسو ايښودل کيدو هرکلی کوي او ډيوه ته وايي دا به کافي نه وي.

دې وايي دپوهنتون مثال د چهت وي خو چې کله بنياد نه وي نو تش چهت هېڅ ګټه نه ورکوي.

دی وايي اوس په قبایلي ضلعو کې ټول لس لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي او په دې کې يوازې 75 فيصدي جینکۍ دي چې عمرونه یې د 5 او 16 کالو ترمنځ دى.

د نړیوال بنک د يو رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو کې 78 فيصدي جینکۍ د پرایمرې د کچې د تعلیم وروسته د سکولونو څخه اوځي او عمر اورکزي ددې مهم علت دغلته د ښځینه استاذانو کمی، د پرایمرې د نه وروسته د مډل او هایر سکنډرى سکولونو نشتوالی ښایي.

هم دا راز په وفاقي بجټ کې د 1 کروړ، 10 زرو طالب علمانو لپاره د وظيفو د پروګرام لاندې 45 ارب روپۍ ځانګړې کړی شوې دي او د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل پرون د جمعې په ورځ د بجټ وړاندې کولو په مهال قامي اسمبلۍ ته ویلي چې حکومت د تېر کال په مقابله کې د لوړو زده کړو د کمېشن په بجټ کې هم 67 فيصدى اضافه کړې ده.

هغه ویلي د لوړو زده کړو د کمېشن په بجټ کې د بلوچستان او قبايلي ضلعو د محصلینو لپاره 5000 تعلیمي وظيفې هم شاملې دي خو د ملى جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ يو کروړ او لس زره طالب علمانو لپاره په اعلان شوؤ وظیفو کې د پخواني قبایلي ضلعو د محصلینو دپاره هم برخه غواړي او دا معامله یې د بېنظير انکم سپورټ د وزيرې شازيه مرى سره هم راپورته کړې ده.

د پاکستان مرکزى حکومت د کال 2022-23م په بجټ کې د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره 50 اربه روپۍ ايښودلې دي خو د باجوړ څخه د سینیټ غړي هدایت الله ډيوه ته ویلي چي دقبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګدېدو په مهال لوظ شوی ؤ چې ددغه سيمو لپاره به هرکال نېزدې 100 اربه روپۍ ايښودل کېږي.

وايي مونږ هغه وخت سل ارب روپو ته هم تېار وو خو اوس چې ګرانۍ ته وکتل شي نو50 اربه روپۍ د 24 اربه روپو ځائ نه نيسي.

وايي دا معامله به د مرکزى حکومت سره راپورته کوي او زیاتوي قبایلي سیمه چې څومره شاته پاتې شوې ده نو دغه سيمې په 50 اربه روپو کې د هېواد د نورو سيمو سره په سل کاله کې نه برابرېږي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې اسټبلشمنټ ډويژن د علامه اقبال سکالرشپ پروګرام لاندې د افغان محصلینو لپاره د 3000 تعلیمي وظیفو د 1 بېلين روپو ترڅنګ نورې 70 مېليونه روپې هم مختص کړې دي.