شاته

 يورپين يونين د طالبانو لخوا د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنې ښودلي

واشنګټن- د افغانستان د پاره د يورپين يونين خصوصي استازي تامس نېکلاسن ويلي په افغانستان کې د بشري حقونو صورتحال ډېر خراب دی او بيا په خصوصي توګه د ښځو، جينکو او د اقليتونو حقونه بېخي د پښو لاندې شوي.

په خپل ټوېټر پاڼه نېکلاسن ليکلي طالبان د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي چې نه يې ټول شموله حکومت جوړ کړی، نه يې کومې کوټلې پاليسيانې جوړې کړي او نه يې ولس د ځان ملګری کړی.

د افغانستان په صورتحال انديښمن ښاغلي نېکلاسن ويلي يورپين يونين ژمن دی چې د افغان ولس سره ودرېږي او خوښ دی چې په برسلز کې يې د يونين د اتحادي هېوادونو د افغانستان د پاره د نمايندګانو يوه غونډه راجوړه کړې ده چې پکې د بشري حقونو کارمندان او اقتصاد پوهانو هم ګډون وکړو.

بلخوا د جینکو د تعلیم د حق مبارزې ملاله یوسفزۍ د یوګنډا د وینیسا ناکټی او د سويډن د ګریټا تهنبرګ څوک چې د موسمي بدلون په حقله کارکوي سره د سويډن د پارلمنټ مخې ته د جون په لسمه نېټه "فرائیڈے فار فیوچر" احتجاج کې ګډون کړی.

نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ رایټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي د موسمي بدلون پرضد جنګ په اصل کې د جینکو د تعلیم د حق جنګ دی.
د ملاله یوسفزۍ په وینا د موسمي بدلون له سوبه زیاتره جینکو ته سکولونو ته تګ ګران شي چې د هغوي تعلیم پرې اغیزمن کېدلی شي.

نزدې لس مياشتې کيږي چې د جينکو په تعليم بندېز دی، ښځې د روزګار نه منع کړل شوي، د ښځو بې محرمه په بهر وتلو او يواځې سفر کولو بندېز دی او په ټيليويژن ښځو کارمندانو ته د داسې پردې حکم شوی چې په پټ مخ به د ټي وي په ښيښه راځي.

طالبان د بشري حقونو د سر غړونې نه انکار کوي او وايي د جينکو د تعليم لارې به ژر پرانيزي.

بلخوا د افغانستان د مقاومت جبهې یا نيشنل ريزېسټېنس فرنټ په خپله ټوېټر پاڼه د يورپين يونين د نماينده د بيان ستاينه کړې چې د طالبانو د بشري حقونو نه د سرغړونې ذکر يې کړی او زياته يې کړه د پنجشير سره سره طالبان په نور افغانستان کې هم بشري حقونه د پښو لاندې کوي.

ملګرو ملتونو او امريکا هم د افغانستان په صورتحال انديښنې ښکاره کړي او وايي د بشري حقونو پايمالي او د ترهګرو ډلو د طالبانو په واک کې شتون د سيميز او نړيوال امن د پاره لوی ګواښ دی.