شاته

د بي جی پي د مشرانو د لانجمنو بیانونو پرضد هند کې قهرژنې مظاهرې، دوه کسان وژل شوي ګڼ‌ ژوبل

په هند کې د واکمن بهارتیا جنتا پارټي (BJP) د دوو ویاندویانو له خوا د اسلام د پیغمبر په اړه د جنجالي څرګندونو له امله د مظاهرو او تاوتریخوالي په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي دي.

مظاهره چیانو د هند د جهارکنډ ایالت په رانچي ښار پولیس په کاڼو ویشتي اؤ پولیسو دهغوئ خورولو لپاره هوایي ډزې کړې دي.

د رانچي د کلیوالو سیمو د پولیسو سپرنټنډنټ (کلیوال) نوشاد عالم رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په رانچي کې د لاریون پرمهال دوه لاریون کونکي وژل شوي. ویل کیږي چې دوئ د ډزو له امله مړ شوي او سربیره پر دې ګڼ شمیر ژوبل شوي کسان په روغتون کې د تر درملنې لاندې دي.

نوشاد عالم وویل چې د پولیسو لوړ پوړی سپرنټنډنټ سریندر جاه هم د لاریون کوونکو لخوا د کاڼو په ویشتلو ټپي شوی دی. د کړکېچ له امله انتظاميې په متاثره سيمه کې دفعه 144 نافذه کړې ده.

د هند د پولیسو د سرچینو په وینا، د اترپردیش په بېلابېلو سیمو کې د مظاهرو پر مهال ۱۳۶ کسان نیول شوی دی. په دوی کې 45 د سهارنپور څخه ، 37 د اله آباد څخه ، 23 د امبیډکر نگر څخه ، 20 د هاټرس څخه ، اووه د مراد آباد څخه او څلور د فیروز آباد څخه دي.

پولیس وايي، په ځپل شویو سیمو کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي، خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

دمغربي بنګال په هاوړه سیمه کې هم دخالي په سهار دمظاهره چیانو اؤ پولیسو ترمنځ نښتې شوې دي.

دخبري شبکې ای این ایي له مخې پولیسو دمظاهره چیانو خورولو په خاطر په دوئ اوښکې بهیونکی ګیس کارولی دی اؤ په سیمه کې یې دفعه ۱۴۴ نافذ کړې ده

دمغربي بنګال وزیراعلا ممتا نبرجي ویلي ځینې سیاسي ګوندونه فساد کول غواړي خو د دوئ فساد به هیڅکله ونه زغمل شي.

هغه ویلي چې د بي جی بي د مبینه ګناه سزا دې ولس ته ولې ورکړل شي؟

په عین حال کې د آل انډیا مسلم پرسنل لا بورډ، چې د هند د مسلمانانو ګډ پلیټ فارم دی، یوه بیانیه خپره کړې، چې له ټولو اسلامي علماؤ او روڼ اندو یې غوښتي، چې په ټلویزیوني مناظرو کې دې برخه وانه خلي، ځکه د مناظرو هدف د اسلام او مسلمانانو سپکاوی دی.

دا اپیل د بورډ لخوا د بي جي پي د دوؤ مشرانو ، نوپور شرما او نوین کمار جندال د متنازع بیانونو پر وړاندې د لاریون په جریان کې شوی دی.

جماعت اسلامي هند، ال انډیا مسلم مجلس مشاورت اؤ جمعیت علماء هند په ګډون ګڼو اسلامي تنظیمونو اؤ ګوندونو دپرسنل لا بورډ د غوښتنې ملاتړ اعلان کړی دی.

(د وي او ای اردو په مننه)