شاته

جنوبي وزیرستان: پي‌ ټي ایم وایي، د امنیتي ځواکونو په ډزو څلور کسان وژل شوي

په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځایي خلک وایي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د علاقې څلور کسان وژل شوي دي.

خو د امنیتي سرچینو وینا ده چې وژل شوؤ کسانو غوښتل په غیر قانوني طریقه په افغان پوله واوړي.

پولیس دا پیښه تایدوي او وایي دا د جنوبي وزیرستان منتویي سیمه کې څو ورځې وړاندې شوې ده.

د تیارزه تاڼې چارواکو په خبره تیرو درېوؤ ورځو کې علاقې ته د څلورو کسانو مړي راوړول شوي چې د منتویۍ علاقې ځایي اوسدونکي دي خو پولیسو په دې اړه د نورو مالوماتو شریکولو نه ډډه وکړه چې دا چا لخوا او ولې وژل شوي دي؟

د علاقې خلک ددغو وژنو تور په علاقه کې په میشت امنیتي ځواکو پورې کوي او وايي د هغوي په ډزو وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ یا حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه پیښې پرضد نن د جنوبي وزیرستان په بیلا بیلو سیمو کې احتجاجي مظاهرې شوي او ویل شوي چې وژل شوي کسان د علاقې عام خلک دي.

احتجاج کوونکو ددې پیښې دپلټونو او د وژل شوؤ کسانو ته د شهدا پیکیج غوښتنه کړې ده.

د مانتویۍ سیمې یو مشر الله نور وویل ددغه علاقې خلک غریبانان دي او کار روزګار نه لري.

هغه وویل دغه علاقه د امنیتي ځواکونو لخوا له پریښولو وروسته د سیمې خلک د هغوي مورچو نه د کباړ یا پاتې شوي سامانونه راغونډوي او بیا یې په بازارونو کې خرڅوي.

هغه وویل دغه کسان ترهګر نه دي او د علاقې عام خلک دي چې د کباړ راټولو له تللي وه هلته وژل شوي دي.

هغه وویل دوی ته د وژل شوؤ کسانو مړي په علاقه کې میشت امنیتي ځواکونو نه تر لاسه شوي خو دوی ته دا نه دي ویل شوي چې په څه جرم یې وژلي دي .

سیف رحمان نومي تن وویل په وژل شوؤ کسانو کې د هغه یو ذتره زویې هم شامل دی.

هغه وويل دتره زویې یې په کراچۍ کې مزدوري کوله او څو ورځې مخکې کور ته راغلی ؤ.

هغه زیاته کړه دوی پرامن خلک دي او د ترهګرو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.

هغه د انصاف غوښتنه وکړه او وئ ویل چې ددغه پیښې دې پلټنې وشي.

بل لوري ته نن د جنوبي وزیرستان مکین، واڼه، انګور اډه او یو شمیر نورو سیمې کې ددې پیښې پرضد احتجاجي مظاهرې شوي چې پکې ددغه پیښې د پلټنو کولو غوښتنې شوي.

د جنوبي وزیرستان د پي ټي ایم فعال رحمت شاه مسید وویل وژل شوي کسان ترهګر نه دې خو په دوی د ترهګرۍ ټپه لګول شوي ده .

هغه وویل دوی دداسې ډول پیښو دمخنیوي ترڅنګ دې کسانو ته د شهدا پیکیج ورکولو او په ازاده کچه ددې دپلټنو غوښتنه کوي او هغو کسانو ته دې سزاګانې ورکړل شي چې دا کسان یې وژلي دي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د علاقې پولیس او انتظامیه مشرانو سره د تماس نیولو هڅه کړې او د پاکستان د پوځ نه یې دبریښنا لیک د لارې پوښتنه کړې خو تر دې مهاله یې څه ځواب ترلاسه نه کړو.

په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل چې د دوی دمالوماتو له مخې وژل شوؤ کسانو په غیر قانوني یا په پټه توګه په افغان پوله د اوښتو هڅه کوله .

سرچینو وویل دا نه شي ویلی چې وژل شوي کسان بې ګناه دي او که نه خو په پوله ازغن تار لګېدلی او چې څوک په غیر قانوني طریقه یا په پټه توګه په پوله اوړي دهغوي پرضد کاروایي کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.