شاته

مقاومت جبهې د بشري حقونو څار سازمان د راپور هرکلی او طالبانو رد کړ

په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې سره د تړوا په تور د طالبانو لخوا د ملکي خلکو د ځورولو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د راپور تر خپرېدو یوه ورځ وروسته د طالبانو خلاف د مقامت جبهې ددې راپور هر کلی کړی، خو طالبانو هغه رد او بې اساسه بللی دی.

د بشري حقونو څار سازمان تیره ورځ وویل چې د مۍ میاشتې په اوږدو کې په دغه ولایت کې پر طالبانو د مقاومت جبهې په بریدونو سره په دغه ولایت کې جګړې زیاتې شوي او په خبره یې طالبانو هم دغه ولایت ته خپل زرګونه سرتیري استولي او له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور د خلکو د نیولو هڅې کوي.

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا د برخې مسؤلې پتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون کې د خلکو په ځورولو لاس پوري کړی دی.

نوموړې زیاته کړې: "طالب سرتیرو په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون کې د ملکي وګړو نیول او وهل ټکول زیات کړي دي. طالبانو پخپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته په سزا ورکولو کې په پاتې راتلو سره زیات ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کړي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پدې اړوند د امریکاغږ ته وویل چې دغه رپوټونه بې اساسه او د ناسمو معلوماتو په اساس برابر شوي دي او په وینا یې په پنجشیر کې ملکي وګړي نړي وژل شوي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا د ملکي خلکو نیول او ځورول رد کړي دي او ویلي دي چې دغه موضوع حقیقت نلري.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق امریکا غږ ته وویل: "د ملکي وګړو د ځورولو په اړه چې د بشري حقونو څار سازمان او یا بل هر بنسټ لخوا کومه ادعا کیږي له حقیقت څخه لیري ده د اسلامي امارت سرتیرو په پنجشېر ولایت کې په داسې عمل لاس نه دی پوري کړی."

خو د مقامت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) په یوې اعلامیې کې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې د پنجشېر فاجعه لویه ده او په دې برخه کې هر اړخیزو نړیوالو څېړنو ته اړتیا ده.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په کلکه غواړي چې د بغلان په خوست او اندراب کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو اجباري کډې ته اړ کول او په پنجشیر او اندراب کې د ټولو انساني او اسلامي موازینو او د بشري حقونو د ارزښتونو پرخلاف د جنګي اسیرانو او ملکي وګړو سرپرې کول په جدي توګه وڅېړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د یاد راپور تر خپرېدو وروسته وویل چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د ملکي خلکو ځورول دوام لري.

هغه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بشري حقونو د څار سازمان موندنې د هغه له څېړنو سره مطابقت لري.

نوموړي زیاته کړې چې ټولې ډلې باید په افغانستان کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

بلخوا د پنجشېر ولایت په درې، خنج او رخه ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ د نښتو خبر ورکړل شوی، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.