شاته

امریکا تایوان ته نږدې د چین په بې ثباته کوونکو نظامي فعالیتونو انتقاد وکړ

د متحده ایالتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) تایوان ته نږدې او همدارنګه په ختیځه او جنوبي آسیا او اوقیانوسیه کې د چین په «پارونکو او بې ثباته کوونکو» نظامي فعالیتونو انتقاد وکړ.

ښاغلي آسټن د چین له دفاع وزیر سره تر خپلې مخامخ لیدنې یوه ورځ وروسته په سنګاپور کې د شانګري لا ډیالوګ په امنیتي غونډه کې د تایوان په اړه د بیجنګ په زیاتیدونکو فشارونو انتقاد وکړ.

نوموړي هغې غونډې ته چې پکې د آسیایي هیوادونو او د نړۍ دفاع وزیرانو ګډون کړی و، وویل: «موږ تایوان ته نږدې د پارونکو او بې ثباته کوونکو نظامي فعالیتونو د زیاتیدو شاهدان یو.»

ښاغلي آسټن زیاته کړه، چین همدارنګه په وروستیو میاشتو او حتي هره ورځ تایوان ته نږدې په بې سارې ډول نظامي پروازونه ترسره کړي دي.

خو نوموړي د ناسمو محاسباتو د مخنیوي په هدف د چین له دفاعي مشرانو سره د اړیکو په بشپړو پرانیستو چینلونو هم ټینګار وکړ.

د واشنګټن او بیجنیګ اړیکي د دیموکراتیک او خپل مختاره ټایوان پر سر مخ په خرابیدو دي، کوم چې چین فکر کوي د خاوري جز یې دی او څرګنده کړې یې ده که ضرورت وي په یوه ورځ کې به یې په زور ونیسي.

بیجیګ د روان کال په ترځ کې د ټایوان په هوایي دفاعي زون کې په لس ګونه سرغړونې کړي دي.

د چین دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن ته خبرداری ورکړ که ټایوان خپلواکي اعلان کړي چین چمتو دی چې جګړه پیل کړي.

د تایوان په اړه تاوتریخوالي په دې وروستیو کې وروسته له هغه زیات شوي دي چې د یاد ټاپو په فضا کې د چین د نظامي الوتکو حضور ډیر شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت جاپان ته د سفر پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل که چین پر تایوان نظامي برید وکړي، واشنګټن به د تایوان له پوځ څخه دفاع وکړي.