شاته

اورپايي ټولنه کې غریتوب اوکراین ته د اروپايي کمیسیون د مشرې د سفر عمده موضوع ده

د اروپايي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین نن شنبه جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) د اوکراین پلازمینې کیف ته ولاړ‌ه څو د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره د هغه هیواد د بیارغونې او په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د یوځای کیدو په اړه په پرمختګونو خبري وکړي.

میرمن لاین پر یو ټویټ لیکلي:"زه به د بیارغونې او اروپايي مسیر باندې د اوکراین د پرمختګ په اړه په مشترک اړین کار بحث وکړم."

ولادمیر زیلنسکي چې د شنبې په ورځ په کیف کې له یو نامعلوم ځای څخه خبري کولې وویل هیواد به یې په «پریکنده ډول» په دې جګړه کې چې روسیې پیل کړې، بریالی شي.

نوموړي چې په سینګاپور کې د اسیا د شانګري لا ډیالوګ په امنیتي غونډه کې خبري کولې وویل، اوکراین د جګړو او د روسیې د محاصرې له امله د نړۍ یو شمیر سیمو ته چې د خوراکي‌ موادو له شدید کموالي سره مخ دي د خوراکي موادو د تامین د دوام په برخه کې ستونزو سره مخ دی.

بایډن: زیلنسکي نه غوښتل خبرداري واوري

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د جمعې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) وویل د امریکا استخباراتو هڅه وکړه چې د روسیې د قریب الوقع یرغل په اړه اوکراین ته خبرداری ورکړي، خو زیلنسکي نه غوښتل دې خبرداریو ته غوږ ونیسي.

بایډن دا څرګندونې په لاس انجلس کې د بسپنې راټولولو په یوې غونډه کې د خبرو پرمهال وکړي، چیرې چې نوموړي د خپل کار او له اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې د یووالي په اړه وینا کوله.

بایډن وویل: «له دویمې نړیوالې جګړې راپدیخوا داسې څه نه وو پيښ شوي. پوهیږم ډیرو خلکو فکر کاوه چې زه ممکن مبالغه کوم. خو زه پوهیدم، چې هغه "ولادمیر پوتین" غوښتل پولې له هغې غاړې داخل شي.»

اوکراین کې د جګړو دوام

د جمعې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د سیویرودونتسک ښار د نیولو لپاره د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.

اوکرایني‌ چارواکو یو ځل بیا د راکټي سیستم په ګډون له غرب څخه د ډیرو وسلو غوښتنه کړېده.

د اوکراین د نظامي استخباراتو مرستیال وادیم سکیبیت سکای د بریټانیا له ګارډین ورځپانې سره په مرکه کې ویلي دي اوس جګړه د وسلو ده.

نوموړي وویل اوس هر څه له اوکراین سره د غرب د مرستو پورې اړه لري.