شاته

په آمو سیند جوړ شوی د چین او روسیې تر منځ لومړنی پول پرانیستل شو

پداسې حال چې روسیه په ګاونډی هیواد اوکراین د یرغل له کبله د لویدیځو هیوادونو سره په جنجال اخته ده خو ها خوا بیا چین او روسیې جمعه جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) د آمو په سیند جوړ شوی پول پرانیست چې دواړه هیوادونه د ځمکې د لارې نښلوي.

د پول پرانیستل څرګندوي چې روسیه د خپل اقتصادي پایښت لپاره پداسې حال کې آسیایي هیوادونو ته مخه کوي چې د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر لویدیځو او ان آسیایي هیوادونو په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې اقتصادي او نور بندیزونه لګولي.

دا پول چې د آمو د سیند د پاسه جوړ شوی او تقریباً یو کیلو متر اوږدوالی لري، د روسیې ختیځ ښار بلاګووشچنسک د چین د هایهي ښار سره نښلوي چې د دې هیواد په شمالي برخه کې پروت دی.

د چین او روسیې تر منځ د دې پله د جوړیدو کار دوه کاله وړاندې بشپړ شوی و خو د کرونا وبا له کبله یې پرانیستل ځنډیدلي و.

خو د جمعې د ورځې په ځانګړو مراسمو کې چې د پله د پرانیستلو لپاره ترتیب شوي و، څو لارۍ موټرې ددې پله څخه پداسې حال کې تیرې شوې چې دواړو خواوو د اور لوبو ننداره هم جوړه کړې وه.

د روسیې د چارواکو د رسمي معلوماتو له مخې د دې پله په جوړیدو تقریباً ۳۲۸ ملیونه امریکایي ډالر لګښت راغلی او د موټرو د تګ راتګ لپاره دوه لینونه لري.

سره لدې چې روسیه او چین د ساړه جنګ پر مهال د یو بل سر سخت دښمنان و خو پدې تیر څو کالونو کې یې په نړۍ کې د متحده ایالاتو د برلاسي سره د مقابلې په خاطر په سیاسي او اقتصادي چارو کې همکاري ډیره کړې.

دې دواړو هیوادونو د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د یو بل سره اړیکې عادي کړې او د هماغه وخت راهیسې یې سوداګریزې اړیکې پراخې شوې.

چین او روسیه ۴۲۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لري خو د موټر د تګ راتګ لپاره په سیمه کې د زیربناوو کموالي د دې دواړو ګاونډیو تر منځ سوداګري هغومره نده غوړولولې څومره یې چې توقع کیږي.