شاته

د طالبانو حکومت وايي د پوهنې برخه کې یې زرګونه دندې اعلان کړې

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي‌ چې په ۲۰ ولایتونو کې د معلمۍ او ادارې څه باندې ۷۰۰۰ بستونه اعلان کړل.

یاد بستونه چې شمېر ۷۲۵۲ ته رسیږي د طالب چارواکو په وینا د استخدام پروسه به یې په شفاف ډول تر سره شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي بسم الله نعماني نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې له بستونو څخه څه باندې ۲۰۰۰ یې د ښځینه ښووونکو او څه باندې ۵۰۰۰ یې د نارینه ښوونکو لپاره ځانګړي شوي دي.

د یاد کنفرانس پر مهال د ازموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش وویل چې دا مهال د افغانستان په ۲۰ولایتونو کې د پنځم او شپږم اداري بستونو لپاره د ښوونکو پر شارت لېست کار روان دی.

د طالبانو حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس وویل چې د پوهنې وزارت او نورو ادارو لخوا څه باندې۷۰۰۰ پنځم او شپږم اداري بستونه اعلان شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي و چې په افغانستان کې له زرګونو ښوونکو څخه د ملاتړ لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

یونیسف د تیرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۰مه ویلي و چې د میلونونو ماشومانو څخه د ملاتړ په هدف ټاکل شوې په دغه هیواد کې ۱۹۴زره ښوونکو سره مالي مرستې وکړي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د اپرېل پر ۱۹مه وویل چې اوس مهال په دغه هیواد کې نږدې شل زره ښوونځي د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل چې اوس مهال افغانستان کې ۲۵۰ زره ښوونکي چې سل زره یې ښځینه ښوونکې دي په ښوونځیو کې زده کوونکو ته درس ورکوي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي، چې دا ښوونکي هره ورځ په منظم ډول زده کوونکو ته د درس د ښودلو لپاره ښوونځیو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.