شاته

برتانیه اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکوي

وروسته تر هغه چې متحده ایالاتو تیره اوونۍ اعلان وکړ چې اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ورکوي، برتانیې هم دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) وویل چې د روسیې د "ظالمانه توپونو) د مقابلې لپاره اوکراین ته عینې وسلې ورکوي.

د برتانیې چارواکو ویلي چې اوکرایني سرتیرو ته به په راتلونکو اوونیو کې ددې نويو وسلو څخه د کار اخیستو په خاطر روزونه ورکړل شي.

اوکراین په پرله پسې توګه د غرب څخه پداسې حال کې د دې وسلو غوښتنه کوي چې د دنباس په سیمه کې د روسیې د توپونو د مسلسل بمبار سره مخ دی.

اوکراین ته د د وسلو د ورکړې په هکله د برتانیې د دفاع ویر بین والیس په یوې اعلامیې کې لیکلي، "برتانیه د اوکراین سره پدې جګړې کې ولاړه ده او اتلو سرتیریو ته یې د مهمو وسلو په برابرولو کې د مشرۍ نقش اخلي چې هغوي یې د بې موجبه یرغل په مقابل کې د خپل هیواد د دفاع لپاره اړتیا لري".

د برتانیي د دفاع وزیر ویلي چې په اوکراین کې د جګړې د تاکتیکونو په بدلیدو د اوکراین سره ملاتړ هم باید بدل شي.

هغه ویلي، " د توغندیو د وارولو د لوړې وړتیا لرونکی دا سیستم چې په یو وار د څو توغندیو وارولو وړتیا لري، د اوکراین ملګرو ته دا وړتیا ورکوي چې د لیرې واټن توپونو په مقابل کې خپل ځان خوندي کړي. هغه توپونه چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ځواکونه یې د ښارونو د هوارولو لپاره په چوټ اندازه توګه کاروي".

د M270 په نامه د برتانیې د توغندیو وارولو دا سیستم د یوې دقیقې څخه په کم وخت کې ۱۲ توغندي چې د GPS له لارې خپل هدف ولي، تر ۸۰ کیلو متره پورې واټن وهلی وشي.

برتانیې اوکراین ته د دې وسلو ورکول د واشنګټن سره همغږي کړي. ځکه امریکا هم تیره اوونۍ اعلان کړی و چې د M142 په نامه د توغندیو وارولو سیستم اوکراین ته ورکوي چې تقریباً یو شان وسله ده.

هغه کارپوهان چې د دې وسلو په هکله معلومات لري، وایي چې د دې وسلو په تر لاسه کولو سره به به اوکراین د جګړې په ډګر کې برلاسي تر لاسه کړي.

برتانیې تر دې وړاندې هم اوکراین ته نظامي مرستې ورکړي.

د بریتانیې په نظامي مرستو کې د جګړې بریښنایي وسایل، د توپونو د کشف کولو رادار سیستم او د شپې لخوا د دید زرګونه وسایل شامل دي.

دا لومړي ځل ندی چې بریتانیه د اوکراین سره د روسیې یرغل ته د ځواب ویلو او مقاومت کولو په خاطر نظامي مرستې ورکوي.

بریتانیې اوکراین ته داسې د مرمۍ ضد موټر ورکړي چې د روسیې د الوتکو د ویشتلو لپاره د توغندیو د وارولو وړتیا ولري.

بریتانیې همدارنګه اوکراین ته تر دې وړاندې د ټانک ضد توغندي، د هوایي دفاع سیستمونه او نور چاودیدونکي مواد ورکړي و.

د بریتانیې د حکومت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې اوکراین ته داسې بې پیلوټه الوتکې استوي چې په زیاته اندازه د بار د انتقال وړتیا لري او په لیرېو پرتو سیمو کې د اوکراین سرتیرو ته به لوژستیکي خدمات برابروي.