شاته

سیګار: هغه ادعاوې ریښتیا ندي چې غني د افغانستان څخه د وتلو پر مهال میلونونه ډالر وړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش (سیګار) په تازه راپور کې ویلي داسې ښکاري چې په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل څخه د تیښتې پر وخت د ځان سره ۱۶۹ ملیونه امریکایي ډالر وړي.

خو د سیګار په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط پر مهال د مختلفو دولتي ادارو څخه لس ګونه ملیونه ډالر ورک شوي او تر اوسه یې هیڅ درک ندی معلوم.

د سیګار پدې راپور کې د شاوخوا ۷۰ ملیون هغو ډالرو یادونه شوې چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست عملیاتي څانګې پیسې وې او مخکني حکومت چارواکو ویلي چې پدې پیسو د طالبانو ضد ملیشو ته وسلې او نور امکانات برابریدل.

د افغانستان د مخکني حکومت یو بل چارواکي سیګار ته ویلي کومه ادراه چې ده یې مشري کوله او تقریباً ۳۹ ملیونه ډالر یې په حساب کې درلودل، د کابل د سقوط څخه څو اوونۍ وړاندې دوه بیلو ډلو پرې فشار راوړی و.

دې چارواکي ادعا کړې چې یوې ډلې ګواښلی و چې هغه شخص د مالي چارو د مسؤل په توګه وګماري چې هغوي یې غواړي. دې چارواکي ویلي یو ځل د همدې ډلو څخه یوې یې ورته وړاندیز کړی و چې د هغوي د خوښې شخص تر ټاکل کیدو وروسته باید څه باندې ۲۰ ملیونه ډالر همدې شخص ته ورکړل شي.

سیګار پخپل لومړني راپور کې چې د کانګریس جګپوړو دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ته یې استولی، ویلي چې په هغو هیلوکوپترو کې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، میرمن یې او نور جګپوړي چارواکي ورسره و، د ۵۰۰ سوه زره امریکایي ډالرو څخه ډیر ندي لیږدول شوي.

په ښاغلي غني او جګپوړو سلاکارانو یې دا تور لومړی په کابل کې د روسیې سفارت ولګاوه. سفارت د (RIA) خبري اژانس ته ویلي و چې مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد څخه د وتلو پر مهال د ځان سره څلور موټر او یوه هیلوکوپتر د نغدو پیس څخه ډکه کړې وه او د دې امریکایي ډالرو اندازه یې په اټکلي توګه ۱۶۹ ملیونه ښودلې وه.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم دیته ورته تورونه ولګول خو د کابل څخه تر وتلو یوه میاشت وروسته په یوې اعلامیې کې ښاغلي غني دغه تورونه "په بشپړه توګه رد او هغه یې ناسم" وبلل. محمد اشرف غني ویلي و چې پدې باب هر ډول پلټنو ته چمتو دی.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې پخپله ظاهر اغبر چې په لومړي سر کې یې د روسیې د ادعا ملاتړ کړی و، د تحقیق کوونکو سره د خبرو کولو څخه یې ډډه وکړله او هم یې د خپلې ادعا لپاره شواهد وړاندې نکړل.

د سیګار پدې تازه راپور کې د ښاغلي غني څخه هیڅ ډول سپیناوی ندی اخیستل شوی او تر اوسه یې پدې هکله یو لړ پوښتنو ته هم ځوابونه ندي ویلي.

د سیګار په راپور کې استدلال شوی چې په ۴ هیلوکوپترو کې چې ۳ یې د ارګ او یوه یې د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه ازبیکستان ته روانه شوې وه، داسې امکان یې نه و چې هغومره پیسې دې پکې ځای پر ځای شوې وی چې روسیې یې ادعا کړې وه.

د سیګار په راپور کې معلومه شوې چې د دې هیلوکوپترو لپاره د ۱۶۹ ملیون ډالرو لیږدول چې روسیې ادعا کړې وه آن پکې د ۵۴ سپرو کسانو لیږدول درانه و ځکه چې ځینې هیلوکوپترې د جمهور رئیس د محافظت په خاطر د مرمۍ ضد شوې وې. په راپور کې ویل شوي چې دومره ډیر ډالر که د سلو بانک نوټونه هم وي، وزن یې ۲ ټنو ته رسیږي او په ۴ هیلو کوپترو کې لیږدول د امکان څخه لیرې خبر ده.

سیګار دا راپور د افغانستان د مخکني حکومت د شاخوا ۳۰ جګپوړو چارواکو سره د مرکو پر اساس برابر کړی چې په ارګ کې یې مهمې دندې درلودې، یا ښاغلي غني ته نږدې و او یا یې هم په امنیتي او دفاعي ادارو کې کار کاوه.

د دې راپور په یوې برخې کې راغلي چې د غني او ملګرو تر وتلو وروسته یې په ارګ کې څه کم ۵ ملیونه ډالر پاتې و چې د سیګار د راپور پر اساس دا پیسې د جمهوري ریاست د محافظت ځانګړې قطعې پي پي ایس ته په لاس ورغلې وې او د ویش پر سر یې د هغوي تر منځ جنجال هم راغلی و.

سیګار لیکلي چې د پي پي ایس کار کوونکو دا پیسې د جمهور رئیس په ځانګړو موټرو کې ځای پر ځای کړې او کوښښ یې کاوه د هغې دروازې د لارې یې بهر ته وباسي چې د آریانا څلور ته وتلې خو کله چې د ارګ محافظینو د پي پي ایس د کار کوونکو د وتلو مخه ونیوله هغوي ته یې ویلي و چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ساتنې لپاره ګمارل شوي.

د حکومت ځینو پخوانیو چارواکو د سیګار سره په مرکو کې ویلي چې دا ۵ ملیونه ډالر د ښاغلي غني و خو ځینو نورو بیا ویلي چې د هغو پیسو څخه پاتې وې چې عربي متحده اماراتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره مخکني جمهور رئیس ته ورکړې وې.

سیګار د خپل راپور په نتیجه ګیرۍ کې لیکلي چې د دې پنځو ملیون ډالرو په ګډون، لس ګونه ملیونه نور ډالر د ملي امنیت د ریاست څخه د کابل د سقوط پر وخت بې درکه شوي خو د سیګار په راپور کې ویل شوي چې پدې ندي توانیدلي ددې پیسو دقیقه اندازه معلومه کړي.

د ځانګړي مفتش دفتر لیکلي چې دا یې لومړنی راپور دی او د وروستي راپور لپاره لا هم د معلوماتو په راټولولو اخته دي.