شاته

افغانستان کې تلویزیونونو ته د طالبانو تازه امر: ویاندویانې دې مخونه پټ کړي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عني المنکر او اطلاعات او کلتورو وزارتونو په تازه اقدام کې په افغانستان کې تلویزیونونو ته امر کړی چې تر دې وروسته باید ویاندویانې چې د تلویزیون په پردې را ښکاره کیږي، باید مخونه یې پټ وي.

د طلوع نیوز شبکې ویلي چې د دې وزارتونو استازو دا نوی لارښود د موبي ګروپ ټولو انځوریزو شبکو ته ورکړی چې د طلوع نیوز تر څنګ پکې، لمر او د طلوع تلویزیون هم شامل دي.

د موبي ګروپ مسؤلینو ویلي چې د امر بالمعروف او نهي عني المنکر او اطلاعات او کلتورو وزارتونو استازو د دې امر د اعلان پر وخت ویلي چې دا "قاطع" او د "بحث نه وړ" حکم دی.

طالبانو دا نوی امر په افغانستان کې ټولو تلویزیوني شبکو ته ورکړی او د دې شبکو د مسؤولینو څخه یې غوښتي چې ویاندویانې باید د پروګرامونو د چلولو پر وخت دا موضوع جدي وبولي.


د طالبانو د دې امر څخه وروسته په افغانستان کې ګڼ شمیر پروګرام چلوونکې چې نن د تلویزیون په پردې را ښکاره شوې، مخونه یې په ماسکونو پټ کړي و.

دې امر ویاندویانې او د پروګرامونو چلوونکې لا خواشینې کړي او ځینو یې ویلي چې د طالبانو دې تازه امر ورته "ټکان" ورکړی.

د یک په نامه د یو خصوصي تلویزیون په شبکې کې د بې نظیر بکتاش په نامه ویانده چې د ګلبانګ خپرونه پر مخ وړي، د طالبانو د نوي امر په اړه امریکا غږ ته وویل، "همکارانو مې راته تیره شپه خبر راکړ چې سبا باید د ماسک پرته دفتر ته ولاړه نشم. ما دا موضوع ډیره جدي ونه بلله خو کله چې دفتر ته ولاړم، د پروګرام ډایرکټر او جوړوونکي په جدي توګه راته وویل چې د ماسک پرته سټډیو ته نشمه تللی".


بالای ما (زنان) می‌آید، نمی‌دانم تا چه وقت این وضعیت ادامه خواهد یافت."

میرمن بکتاش د افغانستان ښځینه ویاندویانو ته د طالبانو دا تازه امر "وحشت ناک" وبوله او وړاندې یې وویل چې هیڅ یوې ویاندې دا تمه نه درلوده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عني المنکر وزارت به دا ډول امر صادر کړي.

هغې وویل، " وایي چې باید زغم ولرو، نور نو څومره مبارزه وکړو، څومره مقاومت وکړو. هر څه چې راځي، په مونږ (میرمنو) راځي. نه پوهیږم دا وضعیت به تر کومې دوام ولري".

د یک تلویزیون دي ویاندې امریکا غږ ته همدرانګه وویل چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره کار کول سخته شوې او طالبان هره ورځ په هغوي نوي محدودیتونه وضع کوي.

پخپله طالبانو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي و چې مطبوعات او د اطلاعاتو رسوونه په افغانستان کې د ارزښتونو څخه دي او ملاتړ به یې کوي.

ښاغلي مجاهد همدرانګه ویلي و چې د مطبوعاتو د سرغړاونو د ارزیابۍ کمیسیون نن خپل کار پیلوي او ښایي په راتلونکو څو ورځو کې د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هم خپل کار پیل کاندي. هغه زیاته کړه چې طالبان خبریالانو سره همکارۍ کولو ته چمتو دي او د مطبوعاتو څخه یې وغوښتل چې "اسلامي ارزښتونه، د مطبوعاتو اصول او د افغانستان ملي ګټې" په نظر کې وساتي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او «امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات» وزارت د افغانستان د رسنیو او په خاص ډول تلویزیونو لپاره نوي مقررات وټاکل.

په دغو مقرراتو کې له ټولو رسنیو څخه غوښتل شوي چې خپلې خپرونې د «اسلامي ‌اصولو» سره برابرې کړي او «د شرعیت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف» فلمونه نه خپروي.

همدغه راز ویل شوي دي: «هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي باید نشر نه کړي.» د افغانستان په خصوصي‌ تلویزیونونو کې د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران او هند فلمونه او ډرامې خپریږي.

تلویزونونو ته د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نویو مقرراتو کې دا هم ویل شوي دي چې په خپلو «تفریحي ‌پروګروامونو کې باید چاته سپکاوی» ونکړي. همدغه راز طالبان وايي چې د «نارینه وو داسې فلمونه دې هم نه خپروي چې عورت یې په کې بربنډ» وي.