شاته

امریکا: طالبان ممکن په القاعده باندې محدودیتونه راکم کړي

د امريکايي پوځ تازه څيړونو په افغانستان کې د القاعده بيا راوچتېدلو په صورت کې د طالبانو په هغه ژمنو پوښتنې راپورته کړي چې د تېر کال د فرورۍ په مياشت کې يې د دوحه په کانفرنس کې د نړۍ سره کړي وې،‌ چې ګواکي خپله خاوره به د القاعده په شمول يوې ترهګرې ډلې ته هم د کوم بل هېواد په ضد استعمالولو ته نه پرېږدي.

د دغې تړون په نتيجه کې امريکا ته د افغانستان نه د وتلو لاره هواره شوې وه، خو اوس د امريکا د پوځ د مرکزي کمانډ او په مينځني ختیځ کې د امريکا پوځي چارواکو د دفاع وزارت انسپکټر جنرل ته داسې معلومات وکړي چې پکې د طالبانو په دغه ژمنو شکونه را ولاړيږي.

بلخواد امريکايي پوځونو د معلوماتو په اساس د نهې په ورځ‌ د دفاع وزارت انسپکټر جنرل په خپل رپوټ کې ويلي،داسې ښکاري چې طالبان به په راتلونکو دوو کلونو کې د القاعده ډلې په ضد بنديزونه کم کړي او هغوي به بيا د دې جوګه شي چې په ازاد ډول به په نړۍ کې ګرځي او وسله والو ته به تربيت ورکوي،‌ او کېدلی شي چې يوځل بيا په نړيواله کچه د بريدونو توان تر لاسه کړي.

د امريکا د مرکزي کمانډ په معلوماتو کې دا تفصيل نشته چې ولې به طالبان په کال دوو کې په القاعده بنديزونه نرم کړي خو د انسپکټر جنرل په رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې ده چې په هندوستان کې د القاعده څانګه غواړي چې په امريکا او امريکايي‌ اهدافو بريدونه وکړي.

که څه هم د القاعده د قابو کولو په اړه امريکايي پوځونه د طالبانو په ارادو شک کوي خو وايي‌ د افغانستان نه د امريکايي پوځونو د وتلو وروسته هم القاعده ډېره کمزورې ده.

د ډي آيي ای ډاېرکټر لفټنټ جنرل سکارټ‌ بېرير په ۱۰ مه کانګرېس ته ويلي‌ وو،

" القاعده د بيا جوړښت او مشرتابه د ستونزو سره مخ ده ، او زما په اند طالبان د هغوي په قابو کولو کې د نړۍ سره پخپله خبره تر څه حده ولاړ دي."

نوموړي ويلي دوي د دې خبرې ډېر د نزدې نه څارنه کوي او القاعده به د یو کال نه ډېر وخت اخلي چې بيا د بريدونو توان ترلاسه کړي.

د امريکې او نورې نړۍ استخباراتي معلومات وايي، ‌په افغانستان کې د القاعده د پلويانو شمېره په سونو کې ده، ‌خو د فرورۍ په مياشت کې د ملګرو ملتونو په يو رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې وه چې د طالبانو په موجوده حکومت کې د القاعده غړو ته لوړې چوکۍ ورکړل شوي دي.

که څه هم په افغانستان کې د القاعده د بيا راوچتېدلو اندېښنې خورې شوي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقی د نهې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن ته ډاډ ورکړو چې د القاعده خراسان ډله يې له مينځه وړې ده.

استخباراتي چارواکو د پېنټا ګون انسپکټر جنرل ته ويلي داعش خراسان ډلې سره به په افغانستان کې ۲۰۰۰ وسله وال دي او که وغواړي نو په کال نيم کې په غربي نړۍ کې بريدونه ترسره کولی شي.

که څه هم استخباراتي معلومات ښيي ترهګر ډلې په افغانستان کې بيا سر راوچتولی شي خو د امريکا د پوځي مرکز پېنټاګان پرېس سېکټري جان کربي ويلي، دوي افغانستان کې په ترهګر ډلو د نزدې نه نظر ساتي.

"مونږه هسې نه يو ناست، مونږه خپل پوره کوشش کوو چې د هوايي بريدونو د لارې د ترهګرۍ د مخنيوې چارې عملي کړو، خو لا د د ې خبرې حاجت نشته"

د انسپکټر جنرل دغه رپورټ د پېنټا ګان د مالي چارو د مشرانو په حواله ليکلي چې امريکا به د خپل دوحه د پوځي مرکز نه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په روان کال کې نزدې ۲۰ اربه ډالر مصرفوي.