شاته

کراچۍ: د علي وزير د ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړی شوه

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير پرضد د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي دوېم نمبر عدالت د ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړه، او تر 26 مې پورې دغه قضيه وځنډول شوه.

بل لور ته په کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې، په يوه مقابله کې يې دوه وسله وال وژلي او دغه وسله وال په مبيينه توګه په کراچۍ کې په وروستيو کې په يوه چاودنه کې ککړ وو، د کومې چاودنې زمه واري چې لاقانونه ګرځول شوې سندودېش ډلې منلې وه.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (18 مې ) وي او اې ډیوه ته وويل، پراسيکيوټر عدالت ته نه دی حاضر شوی ځکه نېټه پکې بدله شوه، هغه زیاته کړه دا درېمه نېټه ده چې د ضمانت په خواست اورېدنه پکې نه کيږي يواځې نېټه پکې بدلیږي.

علي وزير ته په 11 مې د سيند هايکورټ په بله مقدمه کې ضمانت ورکړی وو، او له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ هم هغه ته په يوه بله مقدمه کې ضمانت ورکړی خو د نوموړي پرضد دا درېمه مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې روانه ده.

نن چې په کومه مقدمه کې نېټه بدل شوې دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه. د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د هغه د ګرفتارولو حکم کړی وو.

د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې پرون په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر د 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د علي وزیر دپاره د پي ټي اېم پرلت

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.

د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو عمليات

په کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (18 مې) يې د ښار په ماړي پور علاقه کې يې د استخباراتي ادارو سره په ګډه عملیات کړي، او دوه ترهګر يې پکې وژلي دي.

د سرکاري ميډيا (رېډيو پاکستان) ترمخه د سي ټي ډي مشر مظهر مشواني ويلي، وژل شوي ترهګر په وروستيو کې د کراچۍ په صدر علاقه کې په شوې بمي چاودنه کې ککړ وو.

د 12م مې په شپه د کراچۍ په صدر علاقه کې يوه چاودنه شوې چې پکې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي وو، د دغه چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ریولوشنري ارمي (اېس ار اې) منلې وه.

او د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه په 13 مې په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې ويلي وو، "تېره شپه چې د ترهګرۍ کومه پېښه شوې او يوه وړاندې شوې وه، کله يې بلوڅ تنظيم او کله يې سندهي تنظيم زمه واري مني، د ترهګرو نه مذهب شته نه ژبه شتی، دا پاکستاني نه دي او دا انسانان نه دي".

مراد علي شاه ويلي وو، "زه د خپل طرفه او ټول پاکستان د طرفه خبرداری ورکوم، چې مونږ په کراچۍ کې ډېرې بدې ورځې ليدلي دي، هغه وخت به بيرته راتلو نه پرېږدي".او زياته کړې يې وه، "دوی به دغه ترهګر هر ځای ولټوي او ختم به یې کړي".

د سي ټي ډي پوليسو ويلي، د ترهګرو پرضد چې د عملیاتو دپاره چهاپه ووهل شوه، ترهګرو په عمليات کوونکو اهلکارو باندې ډزې پېل کړې او په ځوابي عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي او يو تښتېدلی دی.

د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو د ولقې نه يو کلوګرام بارودي چاودېدونکي مواد، برقي الات او په بمونو کې کارېدونکي مواد ترلاسه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​