شاته

تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د ډزبندۍ غځولو اعلان کړی

لاقانونه ګرځول شوې تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) حکومت سره کړې ډز بندي د روانې مۍ میاشتې تر پایه غځولې ده.

په عین حال کې د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د شمالي وزيرستان په میر علي خدوي علاقه کې یې ترهګرو سره نښته شوې او د تحریک طالبان پاکستان دوه ترهګر یې وژلي دي.

بل لوري ته د شمالي وزیرستان مير علي سیمه کې د یو ځایي تن مړی ترلاسه شوی او یو ډاکټر نامالومه کسانو تښتولی دی.

د ټي ټي پي لخوا د مطبوعاتو سره په شريک شوي بيان کې په رسمي توګه منل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه مذاکرات روان دي.

بل لور د طالبانو په بیان کې ویل شوي چې د مسیدو او ملاکنډ ډوېژن مشرانو د حکومت په وینا دوي سره د مې میاشتې په 13مه او 14مه نېټه لېدلي او د دواړو خواو نه یې غوښتي چې تر څو مذاکرات پېل وي د دواړو خواو نه دې د ډز بندۍ اعلان وشي.

د همدې له امله دواړو خواو د دوي غوښتنې ومنلې او د مې تر 30مې پورې د اوربند اعلان کوي.

د ټي ټي پي دغه بيان ته د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بل لور ته وي او ای ډیوه ته د سیمې نه امنیتي سرچینو ویلي د میر علي تحصیل په خدوي سيمه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځته نښته شوې او په نښته کې د تحریک طالبان پاکستان الطاف نومې ترهګر سره د یو بل پلوي وژل شوی دی.

سرچینو ویلي د وژل شوو ترهګرو څخه وسله ترلاسه شوې او هغه په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی.

د علاقې خلک وایي د دې عملیاتو پرمهال سیمه کې د هیلي کاپټرو نه ګولۍ هم ورول شوي دي.

په سیمه کې د (یوت اف) وزیرستان فعال وقار داوړ وي او اې ډیوه ته وویل دتیرې ورځې نه د میر علي خدوي، عیدک او ټوچي پار سیمو کې جګړه روانه ده او د جګړې پرمهال د هیلي کاپټرو نه ډزې کیږي.

هغه وویل دا علاقې تړل شوي او د سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي او د نقصان په اړه یې مالومات نه دي تر لاسه کړي.

خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط ډیوه ته وویل په میر علي خدوي سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو د موجودیت کره استخباراتي مالومات ترلاسه کړي وو چې د تحریک طالبان پاکستان کسان د ترهګري منصوبه جوړوي .

هغه وویل د عملیاتو پرمهال ځینې وسله وال تښتیدلي او د هغوي پرضد عملیات روان دي او د عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته هوايي ملاتړ هم ترلاسه دی.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وو، د شمالي وزیرستان په بويه علاقه کې يې د تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوب دوه ترهګر وژلي دي.

د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی و. پوځ په دغه پېښه کې د درېوو پوځيانو او درېوو ماشومانو د وژل کېدو پخلی کړی وو.د دغه ځانمرګي بريد زمه واري چا نه وه منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو چې د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلي.

هم دې سره تیره ورځ په میرعلي کې د یو ځايي تن مړی په داسې حال کې موندل شوی چې تشدد پرې شوی.

د میر علي تاڼې چارواکي وایي دغه تن د میر علي ځایي اوسیدونکی و او څو ورځې وړاندې د کور نه تښتول شوی و.د پولیسو په خبره د میر علي حیدر خېل کلي نه یو ډاکټر نامالومه کسانو تښتولی دی.

د دوي په وېنا دغه ډاکټر زیشان نومیږي چې د سوات سره تړاو لري او هلته د پولیو ناروغۍ پرضد په ځانګړې ډیوټۍ مامور.

پولیس زیاتوي د دغه پیښې پرضد یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

بل پلو د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي د دوو ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مسيدو د جرګې د لارې خبرې روانې دي، او جرګې ويلي دي چې دواړو خواو دوي ته د خبرو باور ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.