شاته

پاکستان کې یو ډالر 200 روپو ته ورسیدو

پاکستان کې یو ډالر 200 روپو ته ورسیدو پاکستان کې د ډالر نرخ پرله پسې په بره روان دی اؤ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د درېوؤ روپو اؤ۲۶ پیسو د اضافې سره د بینکونو دننه یو ډالر په ۱۹۹ روپۍ تبادله شوی خو بیا په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ تر ۲۰۰ روپو هم اوښتی دی.

د څېړونکو وینا ده ترڅو چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د پاکستان معاملې نه وي ترسره شوي د روپۍ په ارزښت کې به د کمي دا لړۍ تم نه شي.

د ډالرو په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په داسې حال کې پرله پسې بې قدره کيږي، چې په پاکستان کې اقتصادي کار پوهان وايي، په ملک کې اقتصادي او غېر يقيني صورتحال روان دی او د زر مبادلې ذخیرو کې د کمي او درامدي بيل کې د ریکارډ اضافې په څېر د عواملو له امله تاریخ کې په وړومبي ځل ډالر قابو دوؤ سوؤ روپو ته رسیدلي دي. تیره ورځ د کاروبار په پائ کې د ډالر نرخ یوه روپۍ او ۵۶پیسې سیوا شوی ؤ اؤ یو ډالر په ۱۹۵ روپۍ اؤ۷۴پیسو پلورل شوی ؤ.

د پاکستان د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د پاکستان درامدي بل سېوا دی، تجارتي خساره سېوا کيږي او حکومت ته يې سپارښتنه کړې چې هغه څيزونه چې ضروري نه دي د بهر نه راغوښتل دې ودرول شي.

وړمه ورځ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي وؤ، وزيراعظم ته يې ويلي چې د لګژري څيزونو راغوښتل دې ودروي.

د هغه په وېنا هغه څيزونه لکه ګاډي او ورسره نور څيزونه چې ضروري نه دي، او د هغې په سر شپږ اربه ډالره ورکول وي نو که دغه څيزونه ودرول شي، دا شپږ اربه ډالره به بچ شي. د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې نه وي شوي په هېواد کې به بې ثباته حالت روان وي.

د اقتصادي چارو کار پوهه سلمان شاه وايي، په روان وخت کې د ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې ضروري دي، پکار ده چې پاکستان خپلې مسلې د نړيوالې ادارې سره شريکې کړي او اداره چې کومې خبرې تجويز کړي نو په هغې عمل هم پکار دی. هغه وویل که د ايي اېم اېف سره خبرې نه کيږي نو دغه غېريقيني صورتحال به روان وي.

د پور د پروګرام بحالۍ لپاره د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ مهمې خبرې د چهارشنبې د ورځې څخه د قطر په سرښار دوحه کې پېل شوي دي. د پاکستان د خزانې وزارت په يو ټويټ کې ويلي دا خبرې به د مې د 25 نېټې پورې جاري وي. د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې شروع شوي چې د امريکايي ډالرو په مقابله کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په تېزۍ سره غورځېږي او د پاکستان د مرکزي بینک د غېر ملکي زرمبادلې ذخيره هم 10.31 بېلېنه ډالرو ته راکښته شوې ده.