شاته

دپښتونخوا حکومت احساس راشن پروګرام نه د وتلو اؤ د"خوراک کارډ"پروګرام پیل کولو پرېکړه وکړه

د خېبر پښتونخوا حکومت د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام لاندې د مرکزي حکومت د احساس راشن پروګرام نه د وتلو او په صوبه کې د خوراک کارډ پروګرام پېل کولو پريکړه کړې ده۔

دغه پريکړه په ۱۷م مئ د کابينې په غونډه کې شوې ده، څيړونکي وايي د احساس راشن پروګرام د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام يوه برخه وه او د وفاق سره چې د بي ایي ايس پي کوم پروګرامونه تړلي دي هغه به هم هغسې روان وي۔

د خېبرپښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار محمد علي سیف په پېښور کې خبري غونډې ته خپله وینا کې ويلي د خوراک کارډ پروګرام لاندې به د صوبې يو ميلين کورنیو ته ګټه رسيږي او په دې پروګرام به کلیز لګښت نزدې ۲۶ بيلينه روپۍ راځي۔

محمد علي سېف وويل د خوراک کارډ پسر به يوې کورنۍ ته د مياشتې دوه ويشت سوه روپۍ ورکړل کيږي او په هغې بيا دوي کولی شي چې ځان ته پرې خوراکي څيزونه واخلي۔

نوموړي وويل دا پروګرام به هغو کورنیو ته د استمعال وړ وي چې د مياشتې امدن يې د شپاړلسو زرو نه واخله تر شپږويشت زرو روپیو پورې وي او د جولایي د مياشتې نه به دا پروګرام پېل کيږي۔

خبري غونډې ته محمد علي سیف وويل دخېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا وفاقي حکومت ته خط ليکلی چې د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام لاندې د احساس راشن پروګرام نه صوبائي حکومت د وتلو پريکړه کړې ده ۔

خبريال لحاظ علي وي او اې ډيوه ته وويل احساس راشن پروګرام د خېبر پښتونخوا حکومت او د وفاقي حکومت د بي ایي ايس پي پروګرام لاندې شريک پروګرام وو او ددې ختمولو سره صوبایي حکومت يوازې دغه يو پروګرام نه وتلی دی.

نوموړي وويل د بي ایي ايس پي لاندې نور پروګرامونه، لکه کونډو ته پېسې ورکول او نورې وظيفې ورکول د وفاق برخه ده او دغه پروګرام به هم دغسې روان وي.

په مردان کې د يو دوکان مالک چې د احساس راشن پروګرام لاندې به يې خلکو ته په رعايتي نرخونو خوراکي مواد ورکول ډيوه ته ويل ددغه پروګرام لاندې يوه کورنۍ کولی شو چې د مياشتي په اوړو، غوړو او دالونو د زرو روپو رعايت ترلاسه کړي۔

خبريال تېمور خان ډيوه ته وويل صوبایي حکومت که يوخوا د زرو روپیو د مياشتې د پروګرام نه د وتلو اعلان کړې خو بلخوا يې د دوه ويشتو سوو روپیو د خوراک کارډ د ورکولو اعلان وکړو، نو يوې کورنۍ نه که د احساس راشن پسر د زرو روپو رعايت واخیستل شو نو بلخوا د دوه ويشتو سوؤ روپیو رعايت ورکړل کيږي۔

نو موړي ويل ددې نه ښکاري چې صوبایي حکومت د خوراک پروګرام نه سياسي ګټې پورته کول غواړي .

محمد علي سیف ويل په بې نظير اېنکم سپورټ کې ډير داسي خلک وؤ چې د دغه مرستو د اخیستو مستحق نه وؤ او دې پروګرام نه يې ګټه پورته کوله او د دوي حکومت دغه نومونه د یاد پروګرام نه ويستلي وو خو د دوي د اطلاع ترمخه هغه خلک په دې پروګرام کې بيا شاملیږي نو ځکه د وفاقي حکومت د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام د احساس راشن پروګرام نه يې د وتلو پرېکړه کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا وفاقي حکومت نه غوښتنه کړې چې هغه پېسې دې صوبې ته واپس کړل شي کومې چې لا هم نه دي مصرف شوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی