شاته

سيګار: افغانستان نه د وتلو امریکايي فېصله د افغان امنیتي ځواکونو د نسکورېدو تر ټولو لوی علت دی

په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څار حکومتي ادارې سيګار په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي افغانستان نه د وتلو د امریکې فېصله د افغانستان د امنیتي ځواکونو د نسکورېدو تر ټولو لوی علت دی.

سيګار وویل د افغان امنیتي ځواکونو د ختمیدو یوازنی لوی علت طالبانو سره د امریکې د امن معاهدې د دلاندې افغانستان نه د امریکايي پوځي ځواکونو او د قراردادیانو (ټېکېدارانو) راویستل دي.

سيګار وویل د دې نه بس بیا د صدر جوبایډن دا فېصله وه چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ د اپرېل په میاشت کې د افغانستان نه را وېستل شي.

د سيګار رپورټ، چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپور شو د افغان ځواکونه د ړنګېدو څه رنګوالي ته یې کتنه کړې ده. په دې موضوع دا د امریکې حکومت لومړی رپورټ ښکاري.

سيګار د طالبانو نه وړاندې په افغان حکومتونو هم پړه اچولې چې د هېواد په امنیتي ادارو کې موجود مسلې نه یې نشوې حل کولې چې له امله یې د امنیتي ځواکونو د جنګېدو عزم ټیټ شوی و.

د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او د طالبانو امن معاهدې او افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او ټېکېدارانو انخلا د افغان امنیتي ځواکونو مورال یا حوصله ټیټه کړه، سيګار وویل.

سيګار وویل کمې تنخاګانې (معاشونه)، د خوراک، اوبو او د ګوله بارود کمی او د افغان کمانډرانو اداري فساد چې د خوراک او تېلو په ټېکو کې نه به يې ګټې ترلاسه کولې هغه مسلې وې چې افغان حکومت یې په حل کولو کې ناکامه شوی و او لېرې کړی شوی افغان صدر د دغو مسلو نه خبر و.

د افغانستان د دفاع وزارت یو پخواني چارواکي سیګار ته وویل چې اشرف غني او د هغه نژدو همکارانو افغانستان نه د خارجي ځواکونوانخلا د امریکې سازش ګڼلو.

د تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه په وړاندې شلو کلونو کې او د بېلینونو ډالرو په لګښت، امریکې د افغان امنيتي ځواکونو تربیه کړې وه او وسله او نور الات یې ورکړي وو خو د وي او ای رپورټ وايي کله چې طالبانو کابل نیولو نو افغان ځواکونه بغیر د څه مزاحمت ختم شول.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو یو پخواني کمانډر سيګار ته وویل " مونږ داسې پوځ جوړ کړو چې د قراردیانو په ملاتړ به چلیږي. د دې بغیر نشي چلېدلی" او که د کانټرېکټر ملاتړ نه وي نو د کمانډر په قول "لوبه ختمه."

پخواني افغان جرنېلانو سيګار ته وویل چې د امریکايي قراردادیانو د انخلا وروسته د یو اېچ بلېک هاک نومې امریکايي هېلې کاپټرو زیاتره برخه د مرمت د نشتوالي له امله بې کاره شوي وه.

د هېلې کاپټرو د بې کاره کېدو په نتیجه کې سيګار په خپل رپورټ کې وویل چې په لېرې پرتو مرکزونو کې افغان عسکرو ته د بنیادي ضرورت شیان زر نشول رسوول کېدی او له امله یې عسکر د ګوله بارود د کمي سره مخامخ کېدل شروع شول او د افغان عسکرو مړینه زیاته شوه ځکه چې په وخت درملنې دپاره نشول منتقل کېدی.

سيګار وویل د امریکې او د طالبانو د امن معاهده او د دې وروسته افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا اعلان چې ځینو افغان امنيتي چارواکو یې غندنه کړې وه، د افغان امنیتي ځواکونو د "سقوط" لاره هواره کړه.