شاته

دپور پروګرام دبحالۍ لپاره دپاکستان اؤ ایي ایم ایف خبرې پیل شوې

د پور پروګرام د بحالې لپاره د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف ترمنځ خبرې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قطر په سرښار دوحه کې پېل شوې دي.

د پاکستان د خزانې وزارت په يو ټويټ کې ويلي دغه خبرې به د مئ تر 25 نېټې دوام ولري.

د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف دا خبرې په داسې حال کې شروع شوي چې د امريکايي ډالر په مقابل کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېږي او نن د شورو په ورځ په خلاص مارکیټ کې يو ډالر په 200 روپو خرڅ شوی دی.

ددې ترڅنګ د پاکستان د مرکزي بینک د غېر ملکي زرمبادلې ذخيره هم 10.31 بېلېنه ډالرو ته راکوزه شوې ده.

ورځپاڼې ډان د امریکا د خارجه چارو دمحکمې د ویاند له قوله ویلي چې امریکا پاکستان ته د اقتصاد د بيا رغونې لپاره د خپلې بشپړې همکارۍ باور ورکړی دی.

د پاکستان د خزانې د وزارت لخوا په يو ټويټ کې ويل شوي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف سره په دغه خبرو کې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل، د خزانې د مملکت وزیره عایشه غوث بخش، د مالي چارو سکرټري حميد ېعقوب، د مرکزى بنک مرستيال ګورنر او دپاکستان د محصولاتو د مرکزي ادارې ايف بي ار چارواکي شامل دي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان او ايي ایم اېف ترمنځ د روانو خبرو مهمو ټکو کې په تېلو او بجلۍ ورکړل کېدونکي درانه رعاېتونه ختمول شامل دي خو د خزانې وزیر وايي دوي غواړي چې دواړه خواوې په دې اړه دمينځومانې لاره ولټوي.

د اقتصادي چارو پوهان د پاکستان دځپلي اقتصاد په خپلو خپو د ودرولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې سره لوظنامه کيدل او د پور پروګرام بيا بحالى اړين ګرځوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې ايي ایم ایف د پاکستان څخه په تېلو او بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه ختمول او د 1100 اربو روپو د اضافي ټېکسونه راغونډولو غوښتنه کوي.

دپاکستان شخصي ټيلي ویژن جيو نيوز پاکستان کې د نړيوالې مالياتي ادارې د نماېنده ايستهر پيرزريز له خولې ویلي چې د اقتصادي استحکام لپاره ضروري ده چې پاکستان د ايي ایم ایف په تګلارو عمل وکړي.

د اسلام اباد انټرنېشنل اسلامک پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد ډاکټر معراج الحق ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصاد چې اوس مهال په کوم حال کې دی ددې بحالي د ايي اېم اېف د لوظنامې پرته نه شي ممکن کېدای.

نوموړی وايي که نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره لوظنامه وشوه نو پاکستان ته په مختلفو
شکلونو کې د ډالر بهير سېوا کېدای شي.

دهغه په وینا بيا ډالرې د سعودي عرب ،متحده عرب اماراتو او نورو ملکونو څخه راتلی شي.

ښاغلي معراج الحق وویل چې ډالر راتلل پېل شى نو ورسره به په روپۍ او دغېر ملکي زرمبادلې په ذخیرو دباؤ کمېدای شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان مرکزي بینک وېلي وؤ چې د بزنک دغېر ملکي زرمبادلې ذخيره 290 میلینه ډالره راکمه شوې ده او دا 10.31 بېلينه ډالرو ته ښکته شوې ده.

هم دا شان د پاکستان د خزانې وزارت وايي د روان مالي کال په لسو میاشتو کې تجارتي خساره هم 39.2 اربو ډالرو ته رسېدلې ده او حکومت وايي چې د روان مالي کال په لسو میاشتو کې د پاکستان برآمدات هم 26.2 اربو ډالرو ته رسېدلې دي.

په عېن حال کې مطبوعات د سرچينو د قوله وايي چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د لکژرى او غېر ضروري څېزونه په درامد کولو هم بنديز لګولی دی چې پکې لګژري ګاډي او د ډول سينګار څيزونه شامل دي.

څېړونکي وايي که پاکستان ددغو شیانو په برامد بندېز عملي کړي نو د کال 6 ارب ډالره بچ کولی شی.

د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره به دا خبرې ډېرې سختې وي.

هغه وايي د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخيرې په تېزې سره کمېږي او په تيرو اتوؤ اوونیو کې دا 6 اربه ډالره لاندې راغلي دي او هم دا وجه ده چې د ډالر په مقابله کې په روپۍ ورځ تربلې فشار سېوا کېږي.

نوموړي ډيوه سره خبرو کې ویلي چې دوست هېوادونو هم پاکستان سره مالي ملاتړ د ايي اېم اېف د لوظنامې او قرض پروګرام د بحالۍ سره تړلی دی.

هغه وايي که پاکستان ځان د دېواليه کيدو څخه ژغورل غواړي نو د ايي اېم اېف پرته بله لاره نشته.

نوموړی زیاتوي پاکستان له به په تېلو سبسډي ختمول وي او ورسره به ورله پرله پسې د بجلۍ او ګېس قېمتونه سېوا کول وي.