شاته

د پاکستان پوځ وایي د پاکستاني طالبانو دوه قومندانان یې وژلي

د پاکستان پوځ وایي د سه شنبې په ورځ مې اولسمه (غوایي ۲۷) د هغه هیواد په شمال لودیځ کې د امنیتي‌ ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته کې د پاکستاني طالبانو دوه قومندانان وژل شوي دي.

د هغه هیواد پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا اورپکي د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي‌ دي.

د پاکستاني طالبانو ډله چې په تحریک طالبان پاکستان یا "TTP" هم مشهوره ده ، د افغانستان له طالبانو سره نږدې روابط لري. افغان طالبان د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي.

اسوشیټد پرس لیکلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، پاکستاني طالبان هم زړه ور شوي او پر پاکستاني ځواکونو یې بریدونه ډیر کړي او دا ویره یې زیاته کړې چې په اورپکي ډلې په خیبرپښتونخوا کې بیا ځانونه سره جوړوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په زرګونه تندلارې په افغانستان کې په خپلو پټنځایونو کې پټ دي او په اکثریت مواردو کې د افغانستان له خاورې څخه د هغه هیواد پر قواوو بریدونه پلانوي.

خو افغان طالبانو په تکرار سره دا څرګنده کړې چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

بلخوا د پاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دوه تنه یې د جنوري په شلمه نیته د لاهور ښار د نارخیل بازار په برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي. په هغه برید چې درې کسان پکې ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

د هغه اعلامیې له مخې چې د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې خپره کړې، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د لاهور په برید کې یې لاس درلود.

خو په اعلامیه کې روښانه شوې نده چې آیا نیول شوي کسان د بلوچستان له آزادوي غوښتونکي ځواکونو سره تړاو لري که نه، هغه ډله چې د یاد برید مسولیت یې منلی وو.