شاته

امانویل مکرون د دویم ځل لپاره د جمهوري ریاست لوړه وکړه

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د شنبې په ورځ مې اومه (غوایي ۱۷) د لوړي مراسم پر ځای او خپله دویمه کاري دوره پیل کړه.

پدغو مراسم کې چې د فرانسې د الیزه په ماڼۍ کې جوړ شوي وو د هغه هیواد د اساسي قانون د شورا مشر لورانټ فابیوس مکرون د اپریل میاشتې د جمهور ریاست د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې ښاغلی مکرون اوس هم د بهرنۍ او کورنۍ تګلارې په برخه کې له ننګونو سره مخ دی ځکه په لومړی دروه کې یې هیواد دوه قطبي شوی و.

په دې مراسمو کې د ښاغلي مکرون میرمنې، د فرانسې پخوانيو جمهور رئیسان فرانسیس اولاند، نیکولاس سرکوزي او د څو سوو په شاوخوا کې میلمنو ګدون کړی وو.

مراسم په دیر مختصر ډول جوړ شوي وو خو دا په تیرو ۲۰ کلونو کې لومړی ځل وو چې په فرانسه کې یو جمهور رئیس د دویمې دورې لپاره کار پیلوي.

مکرون د نورو کارونو تر څنګ د اصلاحاتو د راوستو او همدارنګه پر اوکراین د روسیې د برید په شان موضوعاتو په وړاندې لوی کار په مخ کې لري.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې کله چې د لومړي ځل لپاره د فرانسې د ځوان جمهور رئیس په توګه ټاکنې وګټلې، د اصلاحاتو د راوستو ژمنه یې وکړه.

ښاغلي مکرون په خپله وینا کې د ژوند لپاره د یوې ښې نړۍ او همدارنګه یوې پیاوړې فرانسې د جوړیدو ژمنه وکړه.

مکرون نه یوازې په نړیواله کچه هڅه کوي چې پر اوکراین د روسیې برید ودروي، بلکې د اروپا د یوه رهبر په توګه توقعات هم ورڅخه زیات دي، ځکه جرمني له مرکل وروسته د خپل ځای په پیدا کولو بوخته ده.

مکرون په کور دننه هم له یو لړ نیوکو سره مخ دی ، له هغه جملې څخه په فرانسه کې د ژوند کولو د قیمت جګیدل. نوموړي وکړای شول چې په خپله تیره دوره کې یو لړ اصلاحات راولي ‌او د تقاعد سن لوړ کړي.

امانویل مکرون وکړای شول چې د اپریل میاشتې په ۲۴ نیټه د هغه هیواد د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ۵۸.۵۵ امتیازونو په خپلولو سره ښي اړخي افراطي مارین لوپن ته ماته ورکړي.

میرمن لوپن چې د فرانسې د تیرې دورې په ټاکنو کې هم د ښاغلي مکرون سیاله وه توانیدلې وه چې ۲۳.۱ سلنه رایې ترلاسه کړي خو دا ځل یې وکړای شول چې ۴۲.۸ سلنه رایې ترلاسه کړي.