شاته

د روسیې په ګډون د امنیت شورا غړو د اوکراین په وضعیت اندیښنه ښودلې 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د روسیې په ګډون د جمعې په ورځ مۍ شپږمه ناوخته په اوکراین کې د سولې او امنیت په اړه «ژوره اندیښنه» څرګنده کړه.

دا په اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د ۲۴ د پوځي یرغل راهیسې د امنیت شورا لومړنی اعلامیه ده چې په اجماع سره د اوکراین جګړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او د شخړې د سوله ییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د هڅو ستاینه کوي.

ددې اعلامیې متن د جمعې په ورځ مۍ شپږمه (غوایي ۱۶) د ناروی او مکسیکو له لورې برابر شوی چې ددې شورا ټولو غړو پرې توافق کړی دی.

د رویترز خبري اژانس ددې اعلامیې په اساس رپوټ ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اوکراین کې د سولې د ساتنې په اړوند ژوره اندیښنه ښودلې او دې شورا خپلو ټولو غړو ته د سوله ییزې لارې د شخړو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د منشور یادونه کړې ده.

ددې اعلامیې په اساس د امنیت شورا د اوکراین د جګړې د سوله ییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګویترش د هڅو جدي ملاتړ کړی دی. دې اعلامیې د ښاغلي ګویترش څخه هم غوښتي چې یو ځل بیا د اوکراین د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

ښاغلی ګویترش د امنیت د شورا د غړو له هرکلي ستاینه کړې او ویلي یې دي چې "د انسانانو د ژوند ژغورنې، د رنځونو د کمولو او د حل لارې د موندلو لپاره به هیڅ ډول هڅه دریغ نکړي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش تیره اونۍ په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او په کیف کې د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره وکتل.

د مسکو او کیف څخه د ښاغلي ګویترش کتنې د ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته ددې زمینه برابره کړه چې د اوکراین په محاصره شوي بندري ښار ماریوپول کې د ازوفسټال د فولادو له فابریکې څخه ۵۰۰ ملکي وګوي تخلیه شي.

روسیې دمخه د فبرورۍ په ۲۵ یعنی پر اوکراین باندې د پوځي یرغل یوه ورځ وروسته د امنیت شورا پریکړه لیک ویتو کړ چې په کې پر اوکراین د روسیې یرغل د اندیښنې وړ بلل شوی و. چین،‌ متحده عربي اماراتو او هند دغه پریکړه لیک ته ممتنع رای ورکړه.

د امنیت د شورا د پریکړه لیک تصویب نهه موافقو رایو ته اړتیا لري پدې شرط چې د امنیت د شورا هیڅ یو دایمي غړی (متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه، بریتانیا) هغه ویتو نکړي.

وروسته له هغې چې روسیې د امنیت د شورا پریکړه لیک ویتو کړ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري دوه پریکړه لیکونه تصویب کړل، هغه پریکړه لیکونه چې روسیه یې پر اوکراین باندې د برید په خاطر د نړیوالې انزوا سره مخامخ کړه. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پریکړه لیک الزامي جنبه نلري خو سیاسي اغیزې لري.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې څه دپاسه ۳۰۰۰ ملکي وګړي پدې هیواد کې وژل شوي او په زرګونو ملکیان ټپیان شوي دي. ددې سربیره د اوکراین د زیربناو د له منځّ تللو تر څنګ ددې هیواد څه دپاسه پنځه نیم میلیون وګړي له هیواد نه وتلي او څه دپاسه ۷.۵ میلیون اوکراینیان دننه په هیواد کې بیځایه شوي دي.