شاته

په بهاماس کې پولیس د ۳ امریکایانو د مرموزې مړینې په هکله پلټنې کوي

په بهاماس کې پولیس وایي د هغو دریو امریکایي اتباعو د مرموزې مړینې په هکله پلټنې کوي چې د سیل لپاره دې هیواد ته تللي و او په یو تفریحي ځای کې په کور کې دننه یې مړه میندل شوي.

تر اوسه نده معلوه چې دغه دوه سړي او یوه میرمن څنګه مړه شوي خو د بهاماس صدراعظم وایي شک نلري چې دا کار به کوم جرمي ډلې کړی وي.

صدراعظم چیسټر کوپر په یوې اعلامیې کې په پیښه خفګان ښودلی او د مړو شویو امریکایانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

ښاغلي کوپر په اعلامیې کې ویلي چې د همدې کور څخه یې چې درې امریکایي اتباع پکې مړه شوي یوه میرمن ژوندۍ پاتې او په الوتکې کې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې.

د دې تفریحي ځای مسؤلینو هم ویلي چې د عاجل روغتیایي وضعیت په هکله تر خبریدو وروسته یې سیمه ایزو چارواکو ته معلومات ورکړي خو د میلمنو د معلوماتو د خوندي ساتلو په خاطر یې د نورو جزیاتو د ورکولو څخه ډډه کړې.

د بهاماس پولیسو بیا ویلي چې د یو سړي او یوې میرمنې مړي یې د خوب په بیلو کوټو او د دریم سړي مړی یې په تشناب کې موندلی.

په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې یوې ښځې او خاوند یې د مړه کیدو څخه یوه شپه وړاندې د ناروغۍ څخه شکایت کړی و او په سیمه کې یو روغتون ته د درملنې لپاره تللي و خو معلومه نده چې هغوي څه ډول ناروغي درلوده.

پولیس وایي مړي یې د عدلي طب د معایناتو لپاره روغتون ته استولي چې د دې کسانو د مړینې علت معلوم شي.
بهاماس چې د کارابین په ټاپو کې یو وړوکی هیواد دی ، ګڼ شمیر امریکایي اتباع ورته د سیل لپاره ورځي او پدې مشهور دی چې د سمندر پراخې غاړې لري.