شاته

د امریکا د ګرین کارټ د کلنۍ قرعه کشي پایلې اعلان شوې

د امریکا د ګرین کارټ یا د دایمې استوګنې د کلنۍ پچې اچوني پایلې نن شنبې د مې اومه (سلواغې ۱۷) اعلان شوې.

متحده ایالات هر کال د افغانستان په ګډون د لس ګونو هیوادونو څخه شاوخوا ۵۰ زره کسان د ګرین کارټ پچې اچونې د ګټونکو په توګه غوره کوي او دا کسان بیا کولی شي امریکا ته مهاجرت وکړي.

د امریکا د قوانینو پر اساس، د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت هر کال د ګرین کارټ لاترۍ پروګرام عملي کوي. ددغه پروګرام پر اساس، د هغو هیوادونو اتباعو ته د اقامې دایمي ویزه ورکول کیږي چې امریکا ته د مهاجرت ټیټ رقم لري.

د پچې اچونې له لارې د امریکا د ګرین کارټ پروګرام ۳۵ کاله مخکې پیل شوی او عمده دلیل یې په دې هیواد کې د مهاجرینو د تنوع زیاتیدل دي.

هغه کسان چې غواړي په دې پروګرام کې ګډون وکړي، حد اقل باید له ۱۲ ټولګي فارغ وي او لږ تر لږه د کار دوه کاله سابقه ولري. په دې پروګرام کې د ګډون لارې چارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې موندل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي " افرادو ته د منل کیدو یا نه منل کیدو په اړه هیڅ وخت ایمیل نه استول کیږي او له تاسې نه غواړي چې د پست یا د پیسو د لیږد Western Union له لارې پیسې ولیږئ."

یاد وزارت وایي هر دا ډول ایمیل یا غوښتنه جعلې ده او د ګرین کارټ د قرعه کشي تر ټولو دقیق موقعیت د قرعه کشي رسمي ویبپاڼه ده.

که تاسې هم د ګرین کارت د قرعه کشي ګډونوال یاست نو کولی شي د امریکا د ختیخ په سیمه ایز وخت غرمه dvprogram.state.gov ته ورشئ او وروسته بیا د تائیدي (Confirmation) کد او د شخصي معلوماتو په داخلولو سره د خپل غوښتنلیک وضعیت معلوم کړئ.

ګټونکي کسان به د اړوندو فورمونو له ډک کولو او د امریکا په سفارت کې له مرکې وروسته، متحدو ایالتونو ته د داخلیدو موقع ترلاسه کړي. د امریکا د ګرین کارټ په لاترۍ کې ګدون وړیا دی.