شاته

یوناما د حجاب د جبري کيدو په اړه د طالبانو په پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن شنبه د مې ۷ (غوایي ۱۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د میرمنو د حجاب په اړه ددې ډلې په وروستۍ پریکړه ژوره اندیښنه څرګند کړېده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې ورځ مې ۷ په یوه تازه حکم کې له ټولو میرمنو غوښتي دي چې اسلامي حجاب رعایت کړي.

یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دا پریکړه د بشري حقونو په ځانګړې ډول د نجونو او میرمنو حقونو ته د درناوي په برخه کې د طالبانو له هغو تضمینونو سره چې نماینده ګانو یې له نړیوالې ټولنې سره په مذاکراتو کې ورکړي، توپیر لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اداره به ددې پریکړې په اړه د وضاحت په موخه ډیر ژر د طالبانو له چارواکو سره وګوري.

اعلامیې همدارنګه ویلي چې یوناما به ددې پریکړې په اړه د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم بحث او سلا مشورې وکړي.

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیری هم د حجاب د جبري کولو په اړه د طالبانو په وروستۍ پریکړه غبرګون ښودلی.

میرمن امیري د یو ټویټ په کولو څرګنده کړې چې طالبان اقتصادي کړکیچ ته د رسیدګي او د همه شموله حکومت د ضرورت پرځای د میرمنو او نجونو په وړاندې د ځپونکو سیاستونو غوره کولو ته دوام ورکوي.

رینا امیري ددغو ځپونکو اقداماتو د پای ته رسیدو، د نجونو د ښوونځیو د خلاصیدو او کار او ژوند ته د میرمنو د بیرته ستنیدو غوښتنه کړېده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر زیاته کړې چې دغه تضمینونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته تکرار شول او وویل شول چې میرمنې به په کار، تعلیم او ټولنه کې په مجموع کې خپل حقونه ولري.

یوناما څرګنده کړې شپږ اوونۍ وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړه په نړیواله، سمیه ایزه سطحه او په کور دننه وغندل شوه او د نن ورځې پریکړه به ممکن له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو فاصله نوره هم زیاته کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه تازه سپارښتنه کې ویلي چې "د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی."

په بیان کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ نوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب «بهترین» ډول دی. خو زیاته کړې یې ده چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب دي