شاته

پاکستان کې دبجلۍ بیعې لوړې کړل شوې،په صارفینو به د 29 اربو روپو بوج نور هم سیواشي

په پاکستان کی د بجلۍ د نرخونو دتړلو ادارې نیپرا د مارچ د میاشتې دپاره د بجلې په فیول پرایس ایډجسټمنټ کی 2 روپۍ او 86 پیسې اضافه کړې ده چې دې سره به په صارفینو د 29 اربو روپو بوج نور زیات شي.

په خیبر پښتونخوا کی تجارانو د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کی د بجلۍ نرخونو کې اضافه رد کړې او وایي د وړاندې نه صوبه کې وړې کارخانې او سوداګر د ګرانۍ له امله د مشکلاتو سره مخ دي او باید چې حکومت د توانایۍ زیاتو بیعو ته پام وګرځوي.

دبجلۍ دڅار ادارې د واپډا دبجلۍ د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې دیو یونټ پسر 2 روپۍ 86پیسې او د کراچۍ الیکټرک دبجلۍ په یو یونټ کې د یوې روپۍ اؤ 39 پیسو انصافه کړې ده

نیپرا ویلي د مارچ د میاشتی دا بلونه به د مئ په میاشت کې د صارفینو نه واخلي او دې اضافې سره به په صارفینو 30 اربه روپو نه زیات نور بوج سیوا شي.

په خیبر پښتونخوا مردان ضلعه کې پخوانی د چیمبر اف کامرس مشر ظاهر شاه وایي په صوبه کې د وړاندې څخه سوداګر د توانایۍ د ګرانو بیعو له امله مشکلاتو سره مخ دي او اکثره وړې کارخانې متاثره شوي او د بجلۍ د زیاتو بیعو له وجې به ددوئ مشکلاتو کې اضافه وشي .

هغه وایي د فیول پرایس ایډجسټمنټ د خیبر پښتونخوا په صارفینو د لګولو هیڅ جواز نشته .

"په خیبر پښتونخوا کې مونږ د اوبو جوړه بجلې په ارزانه بيعه پیدا کوؤ او بیا هغه بجلي د ملک نورو صوبو ته هم ورکوو او په دې خرڅونه هم کم دي او بیا د عدالت فیصله هم راغلې ده چې تاجرانو نه دا پیسې مه اخلئ مونږ چې دغه بجلي استعمالوؤ نه نو ددې د لګولو هیڅ توک نه جوړیږی"

نیپرا وایي د مارچ په میاشت کې د صارفینو نه د بجلۍ په مد کې د یو یونټ بجلۍ قیمت 6.23 روپۍ اخستل شوی او ددې اصل قیمت 9.4 روپۍ ؤ.

دې نه وړاندې نیپرا د فرورۍ د میاشتې دپاره د بجلۍ یو یونټ 3روپۍ او 45پیسې ګران کړی ؤ.

اداره وایي د بجلۍ د پیداوار په مد کې داستعمالیدونکو تیلو فرنس ایل او ایل این جي په بیعو کې د 10 نه تر 40فیصدي پورې اضافه شوې ده.

دبجلۍ نرخونو کې دا اضافه په داسې حال کې شوې چې دخزانې وزارت وایي د ایي ایم ایف سره د پور دپروګرام پرمخ بوتللو لپاره تیکنیکی مذاکرات روان دي.

داقتصادي چارو کارپوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د ګردشي قرضو کمولو لپاره اؤ دبجلۍ په پیداوار دا اضافي لګښتونه حکومت ولس ته منتقل کول غواړي.

هغه وایي د مالیاتي ادارې سره خبرې هم په دې وجه دځنډ ښکار شوې وې چې تیر حکومت د فشار لاندې په بجلۍ او پټرولیم مصنوعاتو رعایتونه ورکړي وو او د بجلۍ قیمت یې 5روپې یونټ د راتلونکي جون پورې کم کړی ؤ.

"حکومت وړاندې هم ایي ایم ایف سره د رعایتونو خبرې منلې دي او وړاندې حکومت د تیلو او بجلې بیعې راکمې کړې وې او مالیاتی ادارې سره خبرې هم د ځنډ ښکار شوې وې ،دا اضافه د بجلۍ د خرڅونو د پیداوار په مد کې ده چې ولس ته منتقل کیږي خو حکومت به هغه رعایتونه هم بیرته اخلي کوم چې وړاندې ورکړی شوي نو هله به د پور پروګرام بحالیږي"

د بجلې د نرخونو د تړلو اداره نیپرا وایي د بجلې په پیداوار کې داستعمالیدونکي ایل این جی او د ګرانو تیلو په ذریعه د بجلۍ جوړولو په وجه یو ارب او 69 کروړه روپۍ اضافي بوج سېوا شوی او د بجلۍ د پیداوار دپاره کمپنو ته امروزه د 70 کروړه مربعه فټ په ځائ 606 ملينه مربعه فټ ګیس ترلاسه کیږي