شاته

پاکستان کې تاؤژن سیاسي حالات،حکومت وایي عمران خان اړی ګړی خورول غواړي

دپاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناء لله په پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه په پلويانو دخپلو مخالفه سياستمدارانو د ځورولو او د احتجاجي لاريون تر شا د اړي ګړي جوړولو تورونه لګولى دي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د نوؤ انتخاباتو په اړه د خپلى غوښتنې پسر د لکونو خلکو سره اسلام اباد کې داحتجاج اعلان کړى دى او پخپلو پلويانو یې د ۲۰ مئ نه وروسته پايه تخت پله لاریون کولو لپاره دچمتو اوسيدو غږ کړى دى.

د شنبى په ورځ لاهور کې ميډيا سره دخبرو په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنا لله ويلي حکومت به د احتجاجي لاريون په شا څوک اړي ګړي خورولو ته نه پريږدي او که شيخ رشيد د احتجاجي لاريون خونړي کيدو خپل بيان بيرته نه اخلي نو حکومت به ورسره هغه عمل کوي چي د رانا ثنالله په وينا شيخ رشيد به د خپل کور نه بهر ګام هم وانه خلي .

په عین حال کې تيره ورځ د پنجاب صوبې فتح جنګ سيمه کې یوې جلسى ته د وينا په وخت د عمران خان لویې سياسي حريفې او د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز په عمران خان دهغه د واکمنۍ موده کې د مالي درغليو او دقامي خزانې د لوټلو تورونه تکرار کړي دي.

هغي دا تور هم لګولى چې عمران خان د شهباز شريف وزير اعظم جوړيدل نه شي زغملى ځکه د حکومت دختمولو لپاره غير دستوري کارونه کوي.

بل اړخ ته د يو شخصي ټي وي سره خبرو کې د تحريک انصاف ګوند مرکزي ليډر اسد عمر ويلي که د دوي کارکنان د احتجاجي لاريون نه په جبر منعې کړى شول نو بيا د دوي هر څنګه غبرګون مخې ته راتلى شي .

د اسد عمر په خبره بيا به دوي دا ضمانت نه شي ورکولى جي احتجاجي تحريک به هم پرامنه پاتى شي.

وړاندى نه مسجد نبوي کې د وزير اعظم شهباز شريف پلاوي کې دشاملو حکومتي وزيرانو پرضد دسپکاوي دنعرو وهل کیدو پسر پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دمشرانو اؤ فعالینو پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمې درج کړل شوي دي.

ددې ترڅنګ په دې وروستیو کې دپنجاب اسمبلۍ دننه دحکومت اؤ مخالفو ډلو دپارلیمان دغړو ترمنځ نښتې هم شوې وې چې له امله یې دپاکستان سیاسي چاپیریال تاوژن شوی دی.

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثتاء لله زياته کړې که دتحريک انصاف ګوند مشرانو دمسجد نبوي په پيښه بخښنه ونه غوښته نو عمران خان او دهغه ملګري دى هم بيا ځوابي کارروائيو لپاره چمتو اوسي.


دمسجد نبوي دپيښې پسر د پنجاب فيصل اباد سيمه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دنزدې ملګرو په ګډون د١٥٠ نه د زياتو کسانو په ضد د مذهب د سپکاوي دقانون لاندې مقدمه درج ده .

په عین حال کې د عمران خان د ګوند د سينټ دبشري حقونو دکميتې مشر سنیټیر وليد اقبال د راتلونکي دوشنبى په ورځ يادې کميټى غونډه رابللى ده چې پکې به دا جاج اخستلى شي چې د عمران خان او هغه دملګرو په ضد دغه مقدمې جوړولو لپاره دفوجدارى دقانون ١٩٦مې مادى ته څومره پام لرنه شوې ده