شاته

چارواکي: د روسیې سایبریا کې اورلګیدنو پنځه کسان وژلي 

چارواکو د روسیې په سایبریا کې د شنبې په ورځ مې اومه (غوایي ۱۷) ویلي دي چې ددغه هیواد په جنوبي برخو کې د څو اورلګیدنو له امله پنځه کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ کورونه متضرر شوي دي.

دغو چارواکو زیاته کړې ده چې په یاده سیمه کې یې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د سایبریا د بیړنیو حالتونو د وزارت سیمه ایزو چارواکو پر ټلیګرام لیکلي چې په کراسنویارسک سیمه کې دغه لګیدلی اور ۱۶ زونونو، څه باندې ۲۰۰ کورونو، د لرګیو څو کارخانو او د ماشوماناو د لوبو یو میدان ته خپور شوی دی.

د یاد هیواد چارواکو زیاته کړې ده چې د اور ساحو ته کابو ۳۰۰ اور وژونکي او د اور وژنې ۹۰ موټرونه رسیدلي دي.

د سایبریا د بیړنیو حالتونو وزارت ویلي:"د آب او هوا حالت ته په کتو، د اور مړ کول پیچلی ښکاري. ګړندی باد د اور لمنې نورې هم پراخوي او له مړ کیدو څخه یې مخنیوی کوي."

سایبریا د څو کلونو راهیسې د پراخو اورلګیدونو څخه مضرره کیږي. د اروپا د اقلیم د کلني راپور له مخې، تیر کال له سایبریا څخه ۱۶ میلیونه ټنه کاربن فضا ته داخل شوی دی.