شاته

امریکې او هند یوځل بیا پر پاکستان دترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غږ کړی دی

امریکا او هندوستان د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان څخه وغوښتل چې سمدستي دوامداره او نه بدلیدونکې اقدام وکړي ترڅو دا باوري کړې چې د دوئ د واک لاندې خاوره د ترهګریزو بریدونو د پاره ونه کارول شي.

دغه اعلامیه چې تیره وځ په واشنګټن کې د هندوستان او امریکا د بهرنیو او دفاع د چارو د وزیرانو ترمنځ د شوؤ خبرو اترو د برخې په توګه خپره شوې، پکې هندوستان د پولې بل اړخ ته د ترهګرۍ دکیدونکو هر ډول ګامونو په کلکه غندنه کړې ده.

ددې ترڅنګ هند د کال ۲۰۰۸ د ممیۍ د برید او کال ۲۰۱۶کې د پټانکوټ دبرید ذمه وارو ته دسزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده-

بل لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او هند دغه بیان په کلکه رد کړی او د پاکستان پر ضد شوې ادعاوې یې ناوړه ګرځولې دي چې د دوئ تر مخه د اعتبار وړ نه دي-

د وي او ای ډیوه له پوښتنې وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت لخوا خپور شوې بیان کې ویل شوي چې دوه اړخیزو همکاریو میکانیزم د سیاسي مصلحت لپاره د دریم هیواد په نخښه کولو او د خلکو فکر د ریښتینې او راپورته کیدونکو ترهګریزو ګواښونو څخه اړولو لپاره کارول کیږي.

بیان کې د شریکو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې په جنوبي اسیا کې د سولې او امنیت مسلو ته یو هدف مندانه نظر ورکړي او د هغو دریځونو سره چې یو طرفه، سیاسي انګیزه لري او له ځمکنیو حقیقنونو څخه جدا وي، باید ډډه وکړي.

بیان وایي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد په نړیواله مبارزه کې د نړیوالې ټولنې یو مهم، فعال او د باور وړملګری پاتې شوی دی.

دبیان له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان قربانۍ بې مثاله دي او د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه یې په پراخه کچه اعتراف کوي. په سیمه کې هیڅ هیواد د سولې لپاره د پاکستان څخه زیاتې قربانۍ نه دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت تر مخه د امریکا-هند په اعلامیه کې د پاکستان په اړه اندېښنې او دهغې ردول د ډیپلوماټیکو لارو د امریکا لوري ته رسول شوي دي.

دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ خپله وینا کې د ټولو ګاونډې هیوادونو سره د ښه اړیکو هیلې څرکندې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان د هند سره سوله ایزې او په همکارۍ ولاړې اړیکې غواړي-

د شهباز شریف پر ټاکنې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي هم په یوه پیغام کې ویلې وؤ چې هند د ترهګرۍ څخه پاکه سیمه کې سوله او ثبات غواړي، ترڅو وکولی شي دخپلو خلکو سوکالي ډاډمنه کړي.

هندوستان او امریکا دواړه د مودې راهسې د ملګرو ملتونو له اړخه دناچله ګرځول شوؤ ډلو لشکر طیبه ، جیش محمداو حزب المجاهدین پشمول د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد د کوټلو ګامونو غوښتنه کوي-

د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر ډاکټر منظور اپریدی وې او ای ډیوه سره خبرو کې واېې، په پاکستان کې د نوي حکومت د راتګ سره ممکنه ده د هند سره د ترهګرۍ په شمولو پر نورو چارو خبرې وشي.

هغه وویل په افغانستان کې هم بدلون راغلی اوپه داسې حال کې د سیمې د سولې د پاره دواړه ګاونډي هیوادونه د ترهګرۍ د مخنیوې په اړه خبرو ته اړتیا لري-

کال ۲۰۰۸م کې د نومبر په ۲۶مه نیټه د هندوستان ممبۍ ښار کې د ترهګرو پرله پسې بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وؤ.

هم دغه ډول کال ۲۰۱۶م کې د جنورۍ په دوهمه نیټه دهند پټان کوټ کې په یو ترهګریز برید کې اووه امنیتي کسان او یو بهرملکی وګړی وژل شوي وؤ.

هندوستان د دواړو بریدونو تور په پاکستان کې په میشت ترهګرو ډلو لګوي.

بل پلو ته پاکستان د هندوستان سمجهوتا ایکسپریس د برید ذمه واره کسانو ته دسزا ورکولو غوښته کوي.

کال ۲۰۰۷م کې مخې ته راغلي د غه برید کې د ۴۴ پاکستانیانو په شمولو ۶۸ کسان وژل شوي وؤ.

پاکستان پر هندوستان په بلوچستان صوبه کې د لاس وهنې تورونه لګوي- البته داړه هیوادونه د یوبل دغه تورونه ردوي او په دې اړه د یوبل څخه د څرګنده ثبوتونو غوښتنې هم کوي.

څیړونکي د هندوستان او امریکا دغه بیان پر پاکستان په داسې حال کې هم فشار ګرځوي چې په راتلونکې جون کې دغیر قانوني پیسو د لین دین دمخنیوي دنړیوالې ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس په غونډه کې د پاکستان دنوم د خړ لسټ څخه د ویستل کیدو یا نه ویستل کیدو په اړه پریکړه کیدای شي.

د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني وي او ای ډیوه ته واېي پاکستان د ایف ای ټي ایف دپلان پر زیاتې برخې عمل کړی او امریکا فشار اچوي خو دهغه په وینا امریکا او پاکستان به د یوبل سره اړیکې خرابول هم نه غواړي ولې چې دا به د یوه هیواد هم په ګټه کې نه وي-

د پاکستان نوم دکال ۲۰۱۸م د جون د میاشتې راهسې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی.

د پاکستان وینا ده چې د کالعدم ګرځول شوو ډلو او د دوئ د مشرانو په ضد یې یو شمیر ګامونه پورته کړي دي اؤ په دې لړ کې یې د کالعدم کرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د کال ۲۰۲۰ راهسې نیولی اؤ هغه ته محکمې دغیر قانونې پیسو د لین دین په مقدمو کې په مجموعې توګه د۳۱ کالو دبند سزا اورولې ده-

هندوستان حافظ سعید د ممبۍ د چاودنو منصوبه ساز ګرځوي-