شاته

دپاکستان پوځ عمران خان پسې د وزیراعظم ماڼۍ ته د ورتګ دعوه دروغ بللې

دپاکستان پوځ دا دعوه بې اساسه بللي چې ګنې دعمران خان د واکمنۍ ختمیدو نه لږه شیبه وړاندې دوه لوړپوړي چارواکي هیلي کاپټر کې د وزیراعظم ماڼۍ ته ورغلي وؤ اؤ دهغه سره یې لیدنه کړې وه.

په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو داسې اطلاعات مخې ته راغلي چې ګنې پرون دخالي په شپه دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ددغه هیواد دطاقتور پوځ دمشر له خپلې دندې له ګوښه کولو امر کړی ؤ .

دخالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دخپل اقتدار دختمیدو نه وړاندې دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خبریالانو سره په لیدنه کې دپوځ دمشر دبدلولو ګنګوسې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې هغه دپوځ دسرلښکر بدلولو هیڅ اراده نه لري اؤ خپل کار به دایین اؤ قانون په اساس پرمخ وړي.

بي بي سي اردو پخپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې څه وخت دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ دتحریک جنجال روان ؤ په دغه مهال دشپې تیاره کې یو هیلي کاپټر کې دوه "نابللي میلمانه"په سختو امنیتي تدابیرو اؤ دچمتو ولاړو سرتیرو په بدرګه کې د وزیراعظم ماڼۍ ته رسیدلي وؤ.

دبي بي سي په رپورټ کې دعوه شوې ده چې د هغه وخت وزیراعظم یوازې یو ساعت وړاندې ددغو دوؤ چارواکو څخه دیو لوړپوړي چارواکي دخپلې دندې څخه دګوښه کولو امر کړی ؤ ځکه نو وزیراعظم لپاره ددغو نابللو میلمنو داسې یو ناساپه ورتګ دهیلو برعکس ؤ.

بي بي سي پخپل رپورټ کې ویلي عمران خان دهیلي کاپترو منتظر ؤ خو ددې هیلي کاپتر دمسافرو په اړه دهغه اند اؤ هیلې بیخې ناسمې وختلې.

د رپورټ له مخې عمران خان په تمه ؤ چې دې هیلي کاپټر کې به دهغه لخوا ټاکل شوی نوی چارواکی د وزیراعظم ماڼۍ ته رارسیږي اؤ دهغه له رارسیدو وروسته به هغه شور شغرب یو څه کښیني چې دسپریم کورټ له پریکړې وروسته دپارلیمان څخه راپورته شوی ؤ.

خو دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار دبرتانوي نشریاتي ادارې دا رپورټ دروغ بللی اؤ اؤ وایي دپروپیګنډې په دې خبر کې دهیڅ معتبرې،مستندې اؤ اړونده سرچینې حواله نه ده ورکړل شوې.

داتوار په ورځ ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دبرتانوي نشریاتي ادارې دا خبر دبنیادي صحافتي اخلاقیاتو څخه سرغړونه ده اؤ په دې کې هیڅ حقیقت نه شته.

پوځ ویلي دبرتانوي خبري ادارې دا خبر به ددغه ادارې دچارواکو سره هم راپورته کوي.

پاکستانۍ خبریالې غریده فاروقي په ټویټر د بي بي سي ددې رپورټ تاید کړی اؤ لیکلي یې دي په نهم اپریل دسیاسي اړي ګړي په منځ کې دکابینې دغونډې پرمهال "دمهم سرکاري شخصیت" دخپلې دندې نه په ګوښه کولو سنجیدګۍ سره غور شوی ؤ خو دهغه د کوښه کیدو اعلامیه نه وه خپره شوې.

غریده فاروقي وایي "ددې ګام له پورته کیدو وړاندې معاملې راجوړې شوې اؤ دقیدیانو ګاډی نه بلکې هیلي کاپټر دمعاملې دسمیدو سوب جوړ شو"

پېښور کې میشت د دي نیوز ورځپاڼې خبریال مشتاق یوسفزي بیا په ټویټر لیکلي "دځېنو ملګرو دعوه ده چې لا ایله بهر دالان کې ددې پلان زکر شوی ؤ چې پېریانو خبره تر هغوئ ورسوله اؤ بیا دسترګو رپ کې معامله سرچپه شوه"

دا په داسې حال کې ده چې پرون دخالي په شپه دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شوی خو دبې باورۍ په دغه تحریک د رایو ورکولو نه وړاندې پاکستان کې یو سخت سیاسي جنجال هم لیدل شوی ؤ.

دپاکستان سترې محکمې امر کړی ؤ چې دخالي په ورځ باید دبې باورۍ په تحریک د رایو ورکولو لپاره دقامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي چې ددغه امر په اساس پخواني اسپیکر اسد قیصر داسمبلۍ غونډه رابللې وه خو تر وروستي ساعته یې دعمران خان پرضد دبې باورۍ په تحریک د رایې اخستلو څخه ډډه کوله.

د شپې ناوخته په پاکستاني رسنیو هم داسې دعوې شوې وې چې د وزیراعظم ماڼۍ ته یو هیلي کاپټر کې دوه مهم شخصیات ورغلي اؤ هغه سره یې لیدنه کړې چې تر هغې وروسته دقامي اسمبلۍ اسپیکر له خپل منصب نه داستفا اعلان کړی ؤ اؤ دبې باورۍ په تحریک رایې شوې .

دغو رایو کې دبې باورۍ دتحریک په پلوۍ دقامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړو خپلې رایې ورکړې وې اؤ داسې دعمران خان حکومت ختم شوی ؤ.

خو دعمران خان دحکومت ترختمیدو لږه شیبه وړاندې دمولوي اقبال حیدر په نوم یو تن دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه په احتمالي ډول دګوښه کیدو پرضد اسلا اباد هایکورټ ته شپه په شپه عریضه هم کړې وه چې له هغې وروسته دشپې لس بجې داسلام اباد هایکورټ دروازې پرانستل شوې وې اؤ سپریم کورټ ته هم مشر قاضي اؤ نور ججان رسیدلي وؤ.

دمولوي اقبال حیدر په اړه زیاتره په رسنیو داسې دعوې کیږي چې هغه داستخباراتي کړیو اؤ‌ پوځ سره لار لري اؤ مدام په داسې قضیو کې محکمو ته عریضې کوي چې پوځ یې پرضد وي.

دمولوي اقبال حیدر لخوا دخالي په شپه اسلام اباد هایکورټ ته دپوځي سرلښکر په احتمالي توګه دګوښه کیدو پرضد له شوې عریضې وروسته داسلام اباد په سړکونو نه یوازې دپوځ ګاډي لیدل شوي وؤ بلکې دقیدیانو ګاډي هم په میډیا ښودل شوي وؤ چې چمتو ولاړ وؤ.

په عمران خان دهغه ځینې سیاسي مخالفین تورونه لګوي چې داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي دپخواني مشر اؤ دپېښور دموجوده کور کمانډر جنرال فیض حمید سره نزدې اړیکې لري اؤ دهغه په کومک واکمنۍ ته رسیدلی ؤ .

څېړونکي دعوې کوي چې پوځ سره په دې وروستیو کې دعمران خان داړېکو خرابېدو علت هم دا ؤ چې عمران خان غوښتل جنرال فیض حمید دجنرال باجوه پځائ دپوځ نوی سرلښکر وټاکي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي