شاته

داعش باجوړ کې د ریټایرډ صوبېدار د وژلو ذمه واري پغاړه اخستې

په باجوړ کې د وژل شوي ريټایرډ صوبېدار د وژلو ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخستې ده اؤ څيړونکي وايي سیمه کې د داعش بريدونه زياتيدل د اندېښنې وړ خبره ده.

د باجوړ پوليسو وي او ای ډيوه ته منلې د جمعې په ورځ د ماموندو لغړۍ علاقه کې يو پخوانی صوبېدار کور ته په لار روان ؤ چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې اؤ وئ وژلو.

پوليس وايي دوي د پېښې هر اړخيزه جاج اخلي او پلټنې روانې دي۔

ددغې پېښې پړه داعش خراسان ډلې په غاړه اخستې ده، او د خپل پروپيګنډه چېنل او انسټګرام د لارې يې دغه خبر خپور کړی دی.

باجوړ د افغانستان کونړ ولایت سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه ده اؤ ویل کیږي په کونړ دداعش ډلې غړې شتون لري او وخت په وخت په باجوړ کې هم کارروایۍ کوي،

د څيړونکو لخوا د راجمع کړل شوؤ شمېرو ترمخه سږکال داعش ډلې په پنجاب، بلوچستان او سیند صوبه کې د لسو بريدونو ذمه وارۍ په غاړه اخستې دي،

داعش وایي دې بریدونو کې یې دوه په پنجاب ، یو په پلوچستان کې ، اووه په خېبر پښتونخوا کې کړي دي

دداعش د دعوې له مخې خیبر پښتونخوا کې یې پينځه بریدونه په پېښور او دوه په باجوړ کې کړې دي۔

څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزي ډيوه ته وويل پاکستاني حکومت تر ډير وخته دا ويل چې داعش په پاکستان کې شتون نه لري خو اوس حکومتي چارواکي وايي چې داعش د تحريک طالبان پاکستان نه لويه خطره ده۔

"په پاکستان کې یې مضبوط مرکزونه نشته، کسان يې لږ وي خو د بريد په وخت زيان اړوي"

د تېر مارچ دمياشتې په شروع کې داعش په پېښور کې په يوه امام بارګاه د بريد ذمه واري هم منلې وه په دغه بريد کې تر ۶۰ پورې تنان وژل شوي وو او نزدې دوه سوه پکې ژوبل شوي وو،

پوليسو ويلي دغه بريد کې ککړ تنان يي د پېښې څو ورځې وروسته یوه مقابله کې وژلي دي.

له دغې پېښې وړاندې په باجوړ، کوهاټ، پېښور، وزيرستان، کرمه ، سبي، پينډۍ او نورو يو شمېر سيمو کې داعش ډلې د هدفي وژنو او د بمي چاودونو ذمه وارۍ منلې وې۔

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تیره شپه پارلیمان ته خپله وینا کې وويل تر ټولو ستره مسله چې مونږ ورسره مخ یو هغه ترهګري ده.

هغه ویلي وؤ "هر ورځ هدفي وژني کيږي،د هغې د ودرولو د پاره به واضحه پاليسي خپلول وي، او واضحه پاليسي به دا وي چې زمونږ حکومت او رياست دې د کوم وسله وال تنظيم د پاره زغم ونه لري"

د سنټرفار سټريټجک ريسرچ انټرنېشنل سټډيز څيړنيزې ادارې ترمخه د داعش خراسان ډلې په نوم وسله واله ډله کال ۲۰۱۴م کې د پاکستاني وګړي حافظ سعيد خان په مشرۍ کې جوړه شوه او دداعش مرکزي مشرالبغدادي سره يې د بيعت اعلان وکړو۔

حافظ سعيد خان د تحريک طالبان پاکستان غړی ؤ او سره د نورو ملګرو يې داعش کې د ګډون اعلان کړی ؤ.

اداره ليکي د پاکستان پولي ته نزدي د افغانستان ننګرهار ولایت کې داعش خراسان د کال ۲۰۱۰م نه فعاليتونه کول چې پکې د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام غړي شامل وؤ۔ حافظ سعيد بيا په کال ۲۰۱۶م کي په افغانستان کې د امريکا په يو هوایي بريد کي ووژل شو۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی