شاته

کابل کې د ایران سفارت هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند رد کړ

په کابل کې د ایران سفارت وايي له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو لخوا د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي معلومات بې اساسه او ناسم دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو لخوا له زور زیاتي څخه ډکې ویډیوګانې خپرې شوي دي.

خو د ایران سفارت د یادو ویډیو خپرېدل د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د «فتنې» او «دسیسې» رامنځته کولو هڅه بللي ده.

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبه اپرېل لسمه (وري ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو لخوا د زور زیاتي څخه ډکې ویډیوګانې کې د افغانستان او ایران د اړیکو خرابولو په هدف خپرې شوي دي.

د ایران د سفارت په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د خلکو په وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت عمومي سیاست د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام په اصولو ولاړ دی. ښکاره خبر ده هغه خبرونه او معلومات چې د افغانستان له اتباعو سره د ایران د پولیسو د تنظیم شوي ناوړه چلند ښودنه کوي، بې اساسه او ناسمه دي."

په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې له دې سره هم مهاله له ایراني اتباعو سره د افغان وګړو د ناوړه چلند ویډیوګانې هم خپرې شوي دي چې هدف یې د دواړو هیوادونو د اړیکو خرابول دي. خو دغه سفارت نه دي ویلي دي چې چا او ولې په داسې یو وخت کې دا ډول ویدوګانې خپرې کړې دي او نه یې هم کوم هېواد، شبکه یا شخص ملامت ګڼلی دی.

د ایران سفارت ویلي چې دغه هیواد له تیرو څلوېښتو کلونو د شاوخوا پنځو میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي او په خبره یې خپلې دروازه یې د قانوني افغان کډوالو پر مخ نه ده تړلې، خو غیر قانوني کډوالو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

په ایران کې یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې تیره اونۍ د ایران په مشهد ښار د امام رضا په روضه کې پر یو روحاني له برید څخه وروسته نه یوازې د ایران څخه په زور د افغانانو ایستل ډیر شوي بلکې په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ځورولو پیښې هم ډیرې شوې.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې او په خپلواکه توګه یې ریښتینولي نده ثابت شوې پکې ښودل کیږي چې په ایران کې عام خلک افغان کډوال وهي ډبوي او یا یې سپکاوی کوي.

په یوې ویډیو کې یو ایرانی سړی چې مخ یې نه لیدل پداسې حال کې لیدل کیږي چې یو افغان کډوال یې د لاس څخه نیولی او هغه د چاقو په زور مجبوروي چې افغانانو ته سپکې سپورې ووایي.

په یوې بلې ویډیو کې یوه ډله ایرانیان لیدل کیږي چې د سړک په غاړه یو افغان کډوال په سوکانو او څپیړو وهي. د ویډیو په پای کې چې لا یې ریښتینولي نده ثابته شوې لیکل شوي چې په مشهد کې د برید له کبله قهریدلي ایرانیان یو افغان کډوال وهي ډبوي.

ځینې نورې داسې ویډیوګانې هم په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ښودل کیږي د ایران امنیتي ځواکونه په افغان کډوال په نظامي موټرو کې سپروي او په زور یې افغانستان ته شړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو لخوا له زور زیاتي څخه ډکو ویډیوګانو خپرېدو پراخ غبرګونونه پارولي او افغانانو دا کار د کډوالۍ له حقوقو څخه سرغړونه بللې ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه میاشت کې څه باندې ۲۴زره افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي او یا پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.