شاته

دپاکستان دنوي وزیراعظم ټاکنه سبا کیږي

پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان حکومت د درېوؤ کالو ،اوو میاشتو اؤ ۲۴ ورځو وروسته ختم شوی اؤ ټاکل شوې ده سبا ددغه هیواد لپاره دنوي وزیراعظم ټاکنه کیږي.

دنوي وزیراعظم دټاکنې لپاره دخپور کړل شوي مهال ویش له مخې د وزیراعظم څوکۍ ته کاندید جوړیدونکي نن داتوار ترماسپین دوؤ بجو پورې خپل دټاکنې کاغذونه دقامي اسمبلۍ په سیکرټریټ کې جمع کولی شي چې دهغې کره کتنه به هم نن دماسپښین تر دریوؤ بجو کیږي.

داسمبلۍ سیکرټریټ دمهال ویش له مخې سبا دګل یا دوشنبې په ماسپښین دوه بجې به د نوي وزیراعظم ټاکنې لپاره ایوان کې رایې ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونو تیره شپه د ورځ عمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی ؤ چې دسخت سیاسي کړکیچ اؤ خنډونو نه وروسته دغه تحریک د۱۷۴ؤ رایو په پلوۍ کامیاب شوی ؤ اؤ وزیراعظم عمران خان د وزیراعظم له منصبه ګوښه شوی ؤ.

اپوزیشن ګوندونو له وړاندې اعلان کړی دی چې دپخواني وزیراعظم نوازشریف کشر ورور شهباز شریف به د دوئ لخوا نوی وزیراعظم ټاکل کیږي.

شهباز شریف د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ دتحریک کامیابېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دوئ به د چا پرضد انتقامي ګامونه نه اخلي خو ورسره سم یې دا هم ویلي دي چې "قانون به خپله لاره پخپله جوړوي "

په عین حال کې پخواني وزیراعظم عمران خان هم دخپل ګوند پاکستان تحریک انصاف د کور کمیټۍ غونډه نن داتوار په ورځ رابللې ده.

دعمران خان نزدې ملګري سینیټر فیصل جاوید په ټویټر لیکلي عمران خان به دې غونډه کې دخپلې راتلونکې تګلارې اعلان کوي.

عمران خان دپاکستان په تاریخ کې هغه وړومبی وزیراعظم دی چې دبې باورۍ دتحریک دلارې دخپل اقتدار دمودې سرته له رسیدو وړاندې داقتدار نه لرې کړل شوی دی.

دهغه ګوند په ۲۵مه جولایي کال ۲۰۱۸م کې شوؤ ټولټاکنو کې دقامي اسمبلۍ۱۴۹ څوکۍ ګټلې وې اؤ دایتلافیانو سره یې په ګډه دپینځوؤ کالو لپاره خپل حکومت جوړ کړی ؤ.

خو دپاکستان دنورو وزیراعظمانو په څېر هغه هم دخپل اقتدار پینځه کلنه موده سرته ونه رسولی شوه اؤ د درېوؤ کالو ،اوو میاشتو اؤ ۲۴ ورځو له واکمنۍ وروسته یې تیره شپه حکومت دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شو