شاته

د پاکستان پارلمان عمران خان له واکه لیرې کړ

د پاکستان د پارلمان غړیو د شنبې په ورځ اپریل ۹ (وږي۲۰) صدراعظم عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او پدې سره د ښاغلي خان د نږدې ۴ کالونو واکمني هم پای ته ورسیده.

په ملي اسامبلې کې د نه باور رای ګیري چې یو ځل همدې پارلمان د بهرنۍ مداخلې په پلمې غیرې قانونې بللې وه، په سیمه ایز وخت شنبه د شپې ناوخته پداسې حال کې پیل شوه چې د واکمن ګوند د ‍پارلمان مشر اسد قیصر خان په ناڅاپي توګه د دې مقام څخه د استعفا اعلان وکړ.

ښاغلي قیصر د خپلې استعفا د اعلان پر وخت وویل چې د صدراعظم د لیرې کولو لپاره په "بهرنۍ دسیسې" کې برخه نه اخلي او د هغه پر ځای د ملي اسامبلې د ۳۴۲ غړیو د ځانګړې غونډې مشري ایاز خان صاق وکړله چې د اسامبلې یو جګپوړی غړی دی.
ښاغلي صادق د رای ګیرۍ د نتیجې د اعلان پر وخت وویل چې د پارلمان ۱۷۴ غړیو د نه باور په طرفدارۍ رایې ورکړیدي.

هغه وویل، " له دې کبله د پاکستان د اسلامي جمهوریت د صدراعظم عمران خان پر ضد د نه باور د رای ګیرۍ پریکړه لیک د ملي اسامبلې د اکثریت غړیو د رایو پر اساس منظور شو".

په ملي اسامبلې کې د ښاغلي خان د تحریک انصاف د ګوند تقریباً ټول غړي د رای ګیرۍ د پیل نه وړاندې او یا د رای ګیرۍ پر وخت د پارلمان د ودانۍ څخه ووتل.

ټاکل شوې چې د پاکستان پارلمان غړي د دوشنبې په ورځ نوی حکومت او صدراعظم وټاکي. تر اوسه نده معلومه چې راتلونکی صدراعظم به څوک وي خو د پاکستان د مسلم لیګ – نواز ګوند وار د مخه شهباز شریف د صدراعظمۍ د مقام لپاره غوره شوی.
ښاغلي شریف د رای ګیرۍ څخه وروسته په وینا کې وویل، "مونږ غچ نه غواړو. مونږ خلک په زندان کې نه اچوو خو قانون به خپل کار کوي".

د کرکټ د لوبې دغه ۶۹ کلن پخواني لوبغاړي چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د تحریک انصاف ګوند انتخابات وګټل او دی صدراعظم شو، ادعا کوي چې د سیاسي مخالفینو د عدم اعتماد د رای ګیري تر شا د متحده ایالاتو لاس دی.

د کومې ورځې راهیسې چې د ښاغلي خان سیاسي مخالفینو د عدم اعتماد د رای ګیري موضوع راپورته کړې، دغه په سیاسي جنجال کې راګیر صدراعظم په پرله پسې توګه ادعا کوي چې متحده ایالاتو د پاکستان په سیاست کې لاس وهلی خو واشنګټن دا تورونه رد کړي.

ټاکل شوې وه چې د ملي اسامبلې ۳۴۲ غړیو یکشنبه اپریل۳ (وري۱۴) د سیاسي مخالفینو په غوښتنې د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو لپاره د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه اخیستې وی.

خو د رای ګیرۍ څخه وړاندې د پاکستان د قانون وزیر فواد حسین د پارلمان د سرپرست مشر قاسم خان سوري څخه وغوښتل چې دا رای ګیري غیر قانوني وبولي او هغه هم دا کار وکړ.

ښاغلي سوري د خپل حکم د اعلان پر وخت وویل، " هیڅ بهرني قوت ته باید اجازه ورنکړل شي چې د یوې دسیسې د لارې یو منتخب حکومت ړنګ کاندي".

تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغه هیواد له ولسمشر عارف علوي څخه د پارلمان د لغو کولو غوښتنه کړې وه او د نویو انتخاباتو لپاره یې ددریو میاشتو وخت ټاکلی و.

خو د پاکستان سترې محکمې پنجشنبه اپریل ۷ (وري ۱۸) د ملي اسامبلې د پریکړې د اساسي قانون خلاف وبللې او حکم یې صادر کړ چې پارلمان باید د همدې روانې اپریل د میاشتې په ۹مه نیټه د نه باور د رای ګیرۍ لپاره غونډه دایره کړي