شاته

د اوکراین سره د څه باندې لس ملیارده یورو مرستو ژمنې وشوې

د روسیې د یرغل له کبله د بې ځایه شویو اوکراینیانو لپاره د مرستو د راټولولو په یو کمپاین کې مرسته کوونکو ادارو او هیوادونو د لس عشاریه ۱ ملیار یورو مرستو ژمنه وکړله چې ۱۱ ملیارده امریکایي ډالر کیږي.

د مرستو راټولولو دا ځانګړي مراسم د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو او اروپایي اتحادیې په ګډه ترتیب کړي و.

د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا وان در لیان د شنبې په ورځ د پولینډ په پایتخت وارسا کې په یوې اعلامیې کې وویل چې د " اوکراین لپاره دریدل" په نامه پدې کمپاین کې مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو ۹.۱ ملیارد یورو د هغو اوکراینیانو سره د مرستې په خاطر اعلان کړ چې د دې هیواد څخه د بمبارۍ په خاطر نورو هیوادونو ته کډه شوي او یا دننه په اوکراین کې بې ځایه شوي.

دې اروپایي چارواکې همدرانګه وویل چې د اروپا د بیارغونې او پرمختګ بانک د کمپاین سره ۱ ملیارد یورو مرسته کړې.

د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دې هیواد څخه څه باندې ۴.۴ ملیونه کسان بهرنیو هیوادنو ته کډه شوي.

ډیری اوکراینیان اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي او تر ټولو یې ډیر یې په ګانډي هیواد پولینډ کې دي. دې هیواد ته ۲.۵ ملیونه اوکراینیان د جګړې راپدیخوا کډوال شویدي.

د رپوټونو له مخې د اوکرایني مهاجرو ۹۰ فیصده ښځې او ماشومان دي، د ۱۸ څخه تر ۶۰ کالو عمر لرونکي اوکراینیان چې د پوځي خدمت وړتیا لري په هیواد کې پاته دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان آی او ایم وایي د اوکرایني مهاجرو سربیره نژدې ۲۰۵ زره بهرنیان چې په اوکراین کې یې ژوند، کار او یا زده کړې کولې هم ددې هیواد نه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق تیره اونۍ وویل چې د اوکراین د ۷.۵ میلیون ماشومانو له جملې څخه نیمایي یې بیځایه شوي او دوه نیم میلیون ماشومان د هیواد نه وتلي دي.