شاته

روس وروستی ملک دی چې له طالبانو سره يې سفارتي اړيکي جوړې کړي

واشنګټن- د طالبانو حکومت لا په نړۍ کې چا هم په رسميت نه دی پېژندلی خو د افغانستان واکمنو يوه لار موندلې چې څنګه د نړيوال يواځېتوب نه راوځي او په دې خيال يې د هېواد د ګاونډيانو او نورو سره اړیکې جوړې کړي چې په رسميت پېژندنې ته يې لار جوړه شي.

په تېرو څو مياشتو کې لږ تر لږه څلورو ملکونو چين، پاکستان، روس او ترکمنستان د طالبانو لخوا لېږل شوي سفارتکاران منلي خو يادو هېوادونو د طالبانو د اته مياشتني حکومت په رسميت پېژندلو نه انکار کړی.

تېره مياشت روس وروستنی ملک و چې د بهرنیو چارو وزارت يې د طالبانو لخوا په ماسکو کې ټاکل شوی استازی جمال ناصر غروال په رسميت منلی و.
د روس د خارجه چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا په دې اړه ويلي “دا مونږ د مکمل سفارتي تعلقاتو په ځای کولو ته يو ګام بولو”.

که هرڅو زخاروا په ډاګه کړې چې دا به د وخت نه مخکې وينا وي که د طالبانو په رسميت پېژندنې خبره وکړو خو ولې د روس دا ګام واشنګټن نه خوښوي او امريکايي چارواکي انديښمن دي چې داسې کول به طالبانو ته يو قانوني حيثيت ورکړي چې نه دی پکار.

د امريکا د خارجه چارو وزارت يو وياند ويلي چې امريکا او ملګري يې د طالبانو په تازه پرېکړو ناقراره دي چې په جنکو يې تعليم بند کړی او ښځې جنکۍ سفر ته نه پرېږدي.
وياند د وي او اې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي “دا وخت نه دی داسې ګامونه واخستل شي چې طالبان تشويق شي او لا ورسره عادي اړيکې جوړې کړل شي. دا عمل طالبانو ته غلط سګنل پاس کوي”.

د طالبانو لخوا د تېر کال په اګست کې د واک نيولو وروسته امريکا او نورو لویدیځو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل خو تعلقات يې په څه نا څه بڼه په دې خيال ساتلي چې د افغانستان ولس ته بشري مرستې ورسوي او د طالبانو په پاليسيانو اغېز ولري.
کومو ملکونو چې د طالبانو استازي یې منلي د دوی سفارتونه هم په کابل کې پرانیستي دي.

په کابل کې د امريکا پخوانی سفير او امريکن اکيډيمي اف ډېپلوميسي صدر رونالډ نيومين وايي دا د روس او نورو هېوادونو يوه تېروتنه ده چې په داسې وخت کې د طالبانو استازو ته حيثيت ورکړي چې نوره نړۍ د طالبانو نه يو شمېر غوښتنې کوي.

نيومين وايي “کله چې دوی د طالبانو استازي مني نو دا عمل د هغه فشار اثر کموي چې طالبان دې جنکۍ تعليم ته پرېږدي او نړيوالې خيريه ادارې دې پرېږدي چې اړمنو ته خوراکي مرستې ورسوي ګني په رسميت پېژندل نشته”.

ملګرو ملتونو ته د طالبانو لخوا د افغانستان ټاکل شوی استازی سهيل شاهين وايي “په عمل کې خو دا رسميت پېژندنه ده خو دا پوره نه ده. هېوادونه دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني”.

شاهين چې ملګرو ملتونو لا د افغانستان استازی نه دی منلی وايي نزدې لسو ملکونو د طالبانو استازي منلي چې پکې چين، ايران، ملايشيا، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب او ترکمنستان شامل دي.
په دې هېوادونو کې يواځې څلورو ملکونو چين، روس، پاکستان او ترکمنستان په رسمي توګه د طالبانو استازي منلي.