شاته

د پاکستان یوې محکمې حافظ سعید په ۳۱ کاله نور بند محکوم کړ 

د پاکستان یوې محکمې د جمعې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) د لشکر طیبه ملیشه ډلې بنسټ ایښونکی حافظ سیعد د ترهګرۍ د مالي تمویل په جرم په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

متحده ایالات او هند حافظ سعید د ممبای د ۲۰۰۸ کال په مرګونو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د لشکر طیبه اسلامپاله ډلې بنسټ ایښونکی حافظ سعید، چې له پخوا څخه زنداني دی په ۲۰۲۰ کال کې په ورته جرمونو مجرم ګڼل شوی و.

هغه چې د تیرې یوې لسیزې په ترڅ کې څو ځلې نیول شوی او بیرته خوشې شوی دی د هند د ممبای ښار د ۲۰۰۸ کال په مرګونو بریدونو کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي دي، پدغو بریدونو کې د امریکایانو په ګډون څه دپاسه ۱۶۰ کسان وژل شوي وو.

متحده ایالاتو حافظ سعید د نړیوالو تروریستانو په لست کې شامل کړی او ددې هیواد د عدلیې وزارت د هغو اطلاعاتو لپاره چې د هغه د نیولو سبب شي ۱۰ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

حافظ سعید ته دغه وروستۍ سزا پداسې حال کې ورکول کیږي چې پاکستان هڅه کوي د ترهګرو د مالي تمویل د څارنې د نړیوالې ادارې په تور لست کې له شاملیدو بچ شي. دا اداره د ترهګرو سازمانونو د تمویل او د نامشروع مالي فعالیتونو په وړاندې د پاکستان د حکومت وړتیا ارزوي.

پاکستان د ۲۰۱۸ کال راهیسې ددې ادارې په «خړ لست کې» دی.

هند په وار وار له پاکستان غوښتي چې حافظ سعید د ممبای د قضیې په اړوند د محاکمه کولو لپاره هغوی ته وسپاري، خو پاکستان ددې کار نه ډډه کړې ده.

هند د ښاغلي سعید د تازه سزا په اړه تبصره نده کړې خو د تیرې جمعې په ورځ یې اعلان وکړ چې د حافظ سعید زوی حافظ طلحه یې د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي د قانون له مخې د «ترهګر» په توګه پیژندلی دی.

هند وایي طلحه سعید په لاهور ښار کې اوسیږي او همدا اوس دننه په هند او په افغانستان کې د هند د اهدافو او منافعو پر ضد د بریدونو لپاره د ترهګرو په استخدام، مالي تسهیلاتو په برابرولو او پلان کولو بوخت دی.