شاته

د امریکا له تازه بندیزونو وروسته، ایران هم پر یو شمیر امریکایي چارواکو بندیزونه ولګول

ایران د شنبې په ورځ اپریل ۹ (وري ۲۰) وویل چې پر یو متقاعد امریکایي جنرال او ۲۳ نورو امریکایي اتباعو یې د هغه څه له امله چې تهران یې ترهګرۍ او د بشري حقونو سرغړونه بولي، بندیزونه لګولي دي.

دغه اعلان څو ورځې وروسته له هغه وشو چې واشنګټن په ویانا کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو د مهمو خبرو پرمهال پر هغه هیواد تازه بندیزونه ولګول.

د امریکا مالیې وزارت د مارچ ۳۰ پر هغو څو بنسټونو بندیزونه اعلان کړل چې د ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام ته د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.‌

د ماليې وزارت په بیانیه کې ویل شوي چې په تازه بندیزونو کې ایرانی محمد علي‌ حسیني او د هغه د کمپنیو شبکه چې د بالستیک توغنیدو ملاتړی بلل شوی، هم په نښه شوی دی.

د ترهګرۍ په چارو کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال براین نلسن په یوې بیانه کې وویل، دا اقدام د بالستیک توغندیو د جوړیدو په برخه کې د ایران مخنیوي په کار کې د واشنګټن تعهد پیاوړی کوي.

ښاغلي نلسن وویل په داسې حال کې چې متحده ایالات په بشپړ ډول د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته د ایران د ستنولو هڅه کوي خو "د هغو کسانو په نښه کولو کې به ځنډ ونکړي چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام سره مرسته کوي."

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، په سیمه کې به له خپلو متحدینو سره کار وکړي څو ایران د خپلو ګاونډیو د حاکمیت د نقض په ګډون د خپلو اعمالو په اړه ځواب ویونکی وساتي.

د ایران له خوا په ۲۴ امریکایي اتباعو چې بندیزونه پرې لګیدلی یو هم د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان متقاعد امریکایي جنرال جوزف وټل دی. د ایران په لست کې د مالیې او پوځ نور چارواکي، سفیران او د کمنیو رئیسان هم شامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پر دې کسانو یې "په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکیلتیا، د ترهګرۍ د ستایلو او ملاتړ او د بشري‌ حقونو د سرغړونو له امله بندیزونه لګولي‌ دي."

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له ایران سره د نړۍ له قرار داد څخه ووتله او پر هغه هیواد یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، ایران هم له هغه یو کال وروسته د قرار داد تعهداتو ته شاه کړه او اټومي فعالیتونه یې پیل کړل.

په ویانا کې د ایران د اټومي قرار داد د احیا کیدو خبري کابو یو کال مخکې د ایران، فرانسې، جرمني ، بریټانیا ، روسیې او چین په مستقیم حضور او د امریکا په غیر مستقیم کډون سره پیل شوې.

خبرو د قرار داد د احیا کیدو په طرف پرمختګونه درلودل. خو دا خبري د مارچ په ۱۱ نیټه وروسته له هغه چې روسیې یو لړ تضمینونه وغوښتل وځنډې .

روسیې وویل داسې تضمینونه غواړي چې پر اوکراین د هغه هیواد د برید له امله د غرب بندیزونه د مسکو او تهران پر تجارتي اړیکي ناوړه اغیز ونکړي.

مسکو څو ورځې وروسته وویل چې اړین تضمینونه یې ترلاسه کړل خو بن بست اوس هم دوام لري ځکه تهران او واشنګټن یو بل د ځنډ په رامنځ‌ ته کیدو تورنوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر دې یوه ورځ وروسته وویل چې د واشنګټن وروستي بندیزونه د تهران په وړاندې د هغه هیواد ناوړه نیت ښکاره کوي.