شاته

د جرمني صدراعظم: بوچا کې د ملکیانو وژنه جنګي جنایت دی

د جرمني صدراعظم اولاف شولتس د شنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۰) وویل چې د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو د وژنې مرتکبینو جنګي جنایت کړی او باید مسول وګڼل شي.

ښاغلي شولتس د اوکراین د پلازمینې کیف ښار د شمال لویدیځ بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو وژنې ته په اشارې وویل چې «...مونږ له دې نه مخ نشو اړولی، دا یو جنایت دی. دا هغه جنګي جنایتونه دي چې مونږ به یې ونه منو...هغوی چې دا کار یې کړی باید مسول وګڼل شي.»

ښاغلي شولتس وویل چې جرمني به اوکراین ته د دفاعي وسلو ورکولو ته دوام ورکړي تر څو د اروپایي دولتونو د خاورې بشپړتیا خوندي شي. هغه وویل چې: «د اروپا سرحدونه باید بدل نشي.»

د اروپایي ټولنې د کمیسیون رئیسې اروسلا فون دیر لاین هم د شنبې په ورځ وویل چې داسې بریښي چې روسي ځواکونو په اوکراین کې د ملکي وګړو په نښه کولو سره جنګي جتایتونه کړي دي. خو هغې زیاته کړه چې وکیلان باید دغه مسله وپلټي.

آغلې فون دیر لاین اوکراین ته له سفر وروسته خبریالانو ته وویل چې هغې د جمعې په ورځ په بوچا ښارګوټي کې ویجاړۍ په خپلو سترګو ولیدلې: «زما احساس وایي: که دا جنګي جنایت ندی، نو جنګي جنایت څه دی، خو زه یو طبي ډاکټره یم او قانوني وکیلان باید دا په غور وپلټي.»

له هغه وخته چې تیره اونۍ روسي ځواکونه د بوچا ښارګوټي څخه په شا شول، اوکرایني چارواکو وویل چې د سلګونو ملکي کسانو مړي یې موندلي دي. د بوچا د ښاروال مرستیال ویلي چې ۳۶۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۲۶۰ تر ۲۸۰ پورې کسان د سیمې د اوسیدونکو له لورې په یو ډله ییز قبر کې خښ شوي دي.

مسکو د اوکراین او اروپایي هیوادونو له لوري پر روسي ځواکونو باندې د جنګي جنایتونو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ځواکونو یې په بوچا کې ملکي وګړي ندي وژلي.

د اروپایي ټولنې د کمیسیون رئیسه وایي اروپایي ټولنه د اوکراین سره په ګډه په یو تحقیقاتي ټیم کې کار کوي چې د جنګي جنایت په اړه شواهد راټول او په راتلونکې کې یې محکمې ته وړاندې کړي.

آغلې فون دیر لاین وویل: «دا خورا مهمه ده چې دا په ښه توګه مستند شي، په محکمه کې د ماتې مخه ونیول شي، ځکه چې شواهد کافي ندي.»

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان تیره میاشت وویل چې په اوکراین کې یې د ممکنو جنګي جنایتونو د ترسره کیدو په اړوند پلټنې پیل کړي دي.