شاته

25م مارچ: د عمران خان لپاره د بري او ممکنه ماتې ورځ

دېرش (30) کاله پخوا وزیر اعظم عمران خان د اسټرالیا د مېلبورن په مېدان کې په 25م مارچ 1992 د کرکټ نړیوال کپ ګټلی وو او اوس دېرش کاله وروسته، د پاکستان قامي اسمبلۍ کې هم د مارچ په 25مه عمران خان د بې باورۍ د تحریک سره په داسې وخت کې مخامخ کيږي چې سیاسي څېړونکي پام کوي چې د کامیابۍ امکان یې د نشت برابر دی.

د 1992 په 25 مارچ په نړيوال کپ کې د عمران خان په کپتانۍ پاکستان د انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په واشنګټن ډي سي کې د څېړنې مرکز وېلسن سنټر څېړونکي مایکل کوګلمېن په یو ټويت کې وايي ایا دا ډېر نا اشنا اتفاق نه دی؟.

"څومره د پام وړ خبره ده، چې د پاکستان پارليمان په عمران خان د بې باورۍ رايې ورکوي، پوره 30 کاله وړاندې هم په دې ورځ د عمران خان په مشرۍ پاکستان دکرکټ نړيوال کپ ګټلی وو".

ليکوالې او څيړونکې عایشه صديقي د کوګلمېن ټویټ ته په ځواب کې ليکلي،

"دا هغه ورځ وه چې هغه (عمران خان) د مور په نوم د کېنسر هسپتال ته په زوره پېسې اړولې وې خو نورو کرکټرانو د هغه پرضد غږ نه شو پورته کولی".

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د سيند صوبې ګورنر عمران اسماعيل ويلي،

"عمران خان په 25 مارچ 1992 نړيوال کپ ګټلی وو، اوس په اسمبلۍ کې په 25 مارچ 2022 بل مهم مېچ/ سیالي کيږي، او هغه به دلته هم تاريخي ګټه ترلاسه کړي".

د عمران خان پرضد مخالفه ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحریک جمع کړی او مخالفه ګوندونو تل عمران خان د سلېکټډ يا خوښ کړی شوي په نوم ياد کړی او تور پرې لګوي چې په ملک کې يې ګراني او بدانتظامي د حسابه سېوا کړې ده، ځکه یې د عمران خان نه د استعفا غوښتنه کړې او د بې باورۍ تحریک يې پرې جمع کړی دی.

خو عمران خان تل د مخالفه ګوندونو مشرانو ته د غلو ټوله ويلي او تور پرې لګوي چې د خپلو غلاګانو د پټولو دپاره د هغه پرضد رايو ځای شوي خو هغه به یې مقابله کوي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په وېب پاڼه ویل شوي چې سپيکر په 25 مارچ د اسمبلۍ غونډه رابللې ده خو د عدم اعتماد په اړه يې پکې څه نه دي ويلي.

څيړونکي وايي د عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحریک څو علتونه دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وايي د هغه په نظر درې بنيادي علتونه دي، يو دا چې پوځ د هغه نه خفه دی، بل په ملک کې ګراني ده او درېم د عمران خان هغه وعده چې د ملک نه بهر ويستل شوې پېسې به واپس راوړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل،" غټه وجه دغه ده چې عمران خان چې چا راوستی وو اوس يې د هغه سره اړيکې خرابې دي، داسې ښکاري چې د هغه سره د پوځ هغه کومک نه کيږي کوم چې وړاندې کېدو".

هغه وويل "دوېمه غټه وجه دا ده په ملک کې ګراني دومره جوړه شوې چې ژوند کول ګران شوي، خلکو ته انصاف نه ترلاسه کيږي، او درېمه د عمران خان هغه وعده چې کومو سياستوالو ملک لوټلی د هغو نه به پېسې بيرته اخلي نو د هغه په وعدو کې يوه هم پوره نه شوه".

د عمران خان په حکومت چې د ګرانۍ نيوکې کيږي، نوموړي په وروستیو کې د پنجاب په حافظ اباد سيمه کې يوې غونډې ته په وېنا کې ویلي وو،

دی وايي، "25 کاله وړاندې مې چې کله سياست پېل کړی وو، زه د دې دپاره نه ووم راغلی چې د ټماټرو او الوګانو قيمت به څه وي، زه د دې دپاره راغلی ووم چې د پاکستانيانو نه يو قوم جوړ کړم".

د پاکستان تحریک انصاف يو مخکنی پلوي ډاکټر اسرار وايي لس کاله يې په پي ټي ايي کې تېر کړه د عمران خان نعره وه، چې تبديلي به راولي، غبن به ختم کړي او ادارې به خپلواکه کړي، زاړه کسان به لرې کړي او نوي خلک به مخې ته راولي، خو عمران خان په حکومت کې راغلو خو يوه وعده يې پوره نه کړه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "خان صېب د 2018 نه وروسته هم هغه کرپټ خلک د ځان سره ملګري کړه چې مونږ يې پرضد غږ پورته کولو، په ادارو کې سياسي مداخلت يو په دوه شو، خان صېب د خپلې لارې نه بيخي په بدله لاره روان شو، او زمونږ د ټول قوم امېدونه پوره نه شو".

هغه وویل عمران خان د 92 د ورلډ کپ نه ګټه ترلاسه کړې، خو اوس یې په قول او فعل کې تضاد دی ځکه هغه ترې لاره جدا کړې ده.

عمران خان چې کرکټر وو د هغه په کپتانۍ کې پاکستان په 1992 کې نړیوال کپ ګټلی او بيا هغه د خپلې مور په نوم شوکت خانم د کېنسر روغتون دپاره چندې پېل کړي او دغه روغتون يې جوړ کړی او په 1996 کې يې پاکستان تحريک انصاف ګوند جوړ کړی او د کال 2018 په انتخاباتو کې يې ګوند کاميابي ترلاسه کړې او هغه د وزيراعظم څوکۍ ته رسېدلی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​