شاته

هرنايي: د پرون راهسې ګېر پاتې درې کان کيندونکي تراوسه نه دي را ايستل شوي

د بلوچستان صوبې د هرنايې سیمې په کوله کان کې بند پاتي درې کان کيندونکي تراوسه نه دي را ایستل شوي.

د ضلع هرنايې مرستيال کمشنر سردار محمد رفيق په خبره د نهې/ سه شنبې په سهار اتهه بجې په زرغونه غره سيمه کې په یو کوله کان کې د زيات ګېس د جمع کیدو له امله چاودنه شوې وه. چې په کې شپږ کان کيندونکي بند پاته شوي وو.

د هغه په خبره "درې کانکیدونکي په ټپي حالت کې ژغورل شوي او درې لا هم په کان کې بند پاتي دي". هغه زياته کړه دوه کان کیندوکي د افغانستان او څلور ځايي دي.

هغه وويل، په کان کې د بند پاتې خواريکښو د ژغورلو لپاره په بيړنيځ حالاتو کې کارکوونکې ایالتي ادارې " پي ډي ايم اې" او د نورو مرستندويه ادارو ټیمونه د ژغورنې په عملياتو بوخت دي.

هلته په موقع موجود د "پي پي ايچ ای” ادارې د ډاکټرانو د ټیم مشر داود کاکړ پرون ناوخته ويلي وو، نن د شورو/ چهارشنبې د ورځې پورې دغه عمليات سر ته ورسي.

ډاکټران او د مرستندويه ادارو کار کوونکو ويره څرګنده کړې چې د زیات وخت په تیرېدو سره د بند پاتې کان کیندونکو ژوند له پوره خطر سره مخ دی.

د هرنايې مرستيال کمشنر په خبره د خرابې او وږدي لارې له کبله د مرستندویه ادارو په وخت د نه رارسېدو او د کان دوېمه لار یا د هوايې نه درلودلو او زیات ګېس د جمع کېدو له عمله د ژغورنې په عملياتو کې زيات خنډ رامنځ ته شوی دی.

د پاکستان سېنټرل ماينز فېډرېشن رپورټ دی چې روان کال د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو کويله کانونو کې رامنځ ته شوې دا څلورمه پېښه ده.

تر دې وړاندې د دوکۍ او کوټې په کويلې په کانونو کې هم مرګونې پېښو کې تر 12 زیات مزدوران مړ‎ہ شوي او تر 10 زيات ټپيان شوي دي.

د فېډرېشن رپوټ زیاتوي د بلوچستان ايالت په بیلا بیلو سیمو کې تر يو لک زيات کان کيندونکي د کويلې يا سکرو او د نورو معدنیاتو په کانونو کې مزدوري کوي.

په رپوټ کې ويل شوي تير کال د کويلې کانونو په پېښو کې مړہ شوو مزدورانو کې زياتره د خېبر پښتونخوا د شانګلې، د افغانستان او د بلوچستان ايالت له پښتنو سيموسره د تعلق لرونکو وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.