شاته

عمران خان: او ايي سي او چين دې د اوکراين په شخړه کې په مينځګړيتوب غور وکړي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډې ته په وېنا کې ویلي، او ايي سي او چين دې د اوکراين او روس د شخړې په ختمولو کې د مينځګړي په کردار ادا کولو غور وکړي.

د روس او اوکراين شخړه

عمران خان پرون په اسلام اباد کې د او ايي سي د 57 غړو هيوادونو دوه ورځنۍ غونډې ته په وېنا کې ويلي، "مونږ په دې اندېښمن يو چې هلته څه روان دي".

هغه ويلي، "مونږ له په دې فکر پکار دی چې څنګه د (اوکراين او روس په شخړه) کې مينځګړيتوب کولی شو، مونږ څنګه ډز بندي کولی شو".

نوموړي زياته کړې، "ښايي او ايي سي د چين سره په شريکه، مونږ ټول کولی شو چې هڅه وکړو چې دا شخړه ودروو، او دغه څه چې روان دي، په نړۍ يې اغېزې کېدی شي".

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د امریکا او د او ايي سي غېر غړو هېوادونو استازو هم په اسلام اباد کې ترسره کېدونکې غونډه کې ګډون کړی دی.

چين او پاکستان په اوکراين د بريد غندنه نه ده کړې.

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ګل په ورځ د او ايي سي په څنډه کې ليدلي دي او ويل شوي دواړو فريقېنو د اوکراين په مسله هم بحث کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم په 24 فرورۍ په ماسکو کې وو، په کومه ورځ چې روس په اوکراين يرغل کړی وو. او وروسته بيا پاکستان د ملګرو ملتونو په غونډه کې د روس د غندنې په قرارداد کې د رايې ورکولو نه ډډه کړې وه.

افغانستان

عمران خان د او ايي سي غونډې ته په وېنا کې د افغانستان د ملاتړ غږ بيا تکرار کړی دی.

هغه وويل، "هلته (په افغانستان) کې اوس جګړه نشته. يواځينۍ خطره دا ده چې په افغانستان بندېزونه او په رسميت نه پېژندنه يې د بشري بحران سبب ګرځي".

عمران خان زياته کړې "دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان د خلکو مرسته وکړو، او زه دا ځکه وايم چې باثباته افغانستان يواځينۍ لاره ده چې د افغانستان خاوره د نړيوالې ترهګرۍ څخه وساتو".

کشمیر او فلسطين

عمران خان ويلي، د اسلامي هيوادونو تنظيم (او ايي سي) د کشمیر او فلسطين په مسله پاتې راغلی، او لويديځه نړۍ او ايي سي سنجيده/ جدي نه اخلي ځکه لويديځ خبر دی چې مونږ وېشلي يو.

هغه ويلي، په نړيواله کچه د اسلاموفيا حقيقت منل غټه کاميابي ده.

عمران خان زیاته کړې، په نړۍ کې يو نيم ارب مسلمانان دي، خو بيا هم د کشمیر او فلسطين په ناانصافۍ زمونږ غږ ته اهميت نه ورکوي.

ويل شوي په اسلام اباد کې د او ايي سي د 57 اسلامي هيوادونو په دوه ورځنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ د ستونزو پشمول، د اتحاد، انصاف او پرمختيا په موضوعاتو بحث کيږي.