شاته

اسرایلي پولیس په شرقي یروشلم کې د شخړې د مخنیوي کوښښ کوي

اسرایلي پولیسو تېره ورځ د فبرورۍ په دیارلسمه نیټه د ختیځ بیت المقدس په یوه کړکیچنه سیمه کې د سخت دریځو قام پرستو یهوديانو (الټرانېشنلیسټ( او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي مخه ونیوله.

ناقراري د شیخ جراح په سیمه کې جوړه شوې وه. په شیخ جراح کې اکثره انښتې کېږي، تیر کال شوي انښتې د اسرایلو او حماس وسله والو ترمنځ په 11 ورځنۍ جګړې وراوختې وې.

په شیخ جراح او د ختیځ بیت المقدس په نورو سیمو کې په لسګونو فلسطیني کورنۍ د یهوديانو ابادکارو له خوا د ویستلو له خطر سره مخ دي او د دواړو خواوو تر منځ کړکیچ اکثر په تاوتریخوالي بدلیږي.

په شیخ جراح کې وروستۍ ناقراري هغه وخت جوړه شوه چې د تېرې هفتې په اخر کې د یو یهودي ابادکار کور وسوځول شو.

اتمر بین ګویر چې یو الټرانیشنلیسټ قانون دان دی ، داتوار په سهار د ددغې خبرې ځواب داسې ورکړو چې د فلسطینۍ کورنۍ د کور مخې ته یې عارضي دفتر جوړ کړو.

ددغې ورستو فلسطینیان د بن الګویر خیمې ته ورننوتل، په یو بل یې پلاستیکي څوکۍ وروغورځولې او شخړه جوړه شوه.

د اتوار په ورځ ناوخته، پولیسو د فلسطینیانو د احتجاج د شنډولو لپاره بدبوداره اوبه وشیندلې.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه ویډیو کې ښودل شوي چې یو اسرایلي پولیس یو فلسطینی ځوان وهي او ټکوي.

پولیسو دعوا کړې چې تر د دولسو پورې کسان یې نیولي هم دي.

د فلسطین د رېډ کرېسینټ نومې د طبي خدماتو ادارې ویلي دي چې د ربړ په ګولیو ویشتل شوي 14 فلسطینیان ژوبل شوي دي. د ماښام په وخت کې د پولیسو لخوا د خلکو د منتشر کولو لپاره د سټین لاسی بمونو چاودنو اوازونه هم اورېدل کېدل.

بن ګویر د یو داسې سختدریځه ربي پیروکار دی چې له اسرایلو څخه عربان ویستل غواړي، ده په پولیسو تور کړو چې د هغه پیروکارانو سره یې “وحشي چلند” وکړو، هغه ګواښ وکړو چې که دی دلته یوې شپې ته پاتې شو "نو تاسو به بیا پوهه شئ"

له ویستلو له ګواښه سربیره، په زرګونو فلسطینیان په ختیځ بیت المقدس کې په داسې کورونو کې ژوند کوي چې د توپیري تګ لارې له امله د ویجاړیدو د وېرې سره مخ دي.

د لسیزو راهسې په پخوانیو جګړو کې ښکېل په زوره د ویستلو ګواښونو سره د مخ فلسطینیانو او د یهوديانو ابادکارانو ترمنځ د تېرې می په میاشت کې لاریونونو او نښتو د غزا د جګړې په اور تېل اچولي وو.

اسراییلو د1967 کال د منځني ختیځ په جګړه کې ختیځ بیت المقدس،لویدیځې غاړې او د غزا تړانګه یوځای نیولي وو. دا قبضه وروسته تر ټولو مقدس ښاریې ختیځ بیت المقدس ورسیدله. البته دغه ګام نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پیژندلی.

اسرایل ټوله ښاریه خپل سرښار خو فلسطینیان بیا ختیځ بیت المقدس د مستقبل د هیواد دارالخلافه بولي.

د پیړۍ په پخوانیو شخړو کې یوه شخړه په دې ښار باندې د بیلو بیلو دعوو هم ده.