شاته

سېف ډې چلډرن: افغانستان کې غریب فامیلونه او خواريکښ ماشومان زیات شوي دي

واشنګټن - د ماشومانو د تحفظ نړېوالې ادارې (سېف ډې چلډرن) پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو نه پس، په تېرو شپږو میاشتو کې د خواريکښو ماشومانو په تعداد کې اضافه راغلې ده او اتلس فیصده (٪۱۸) کورنۍ خپل ماشومان مزدورۍ ته ليږي.

په رپوټ کې اندازه لګېدلې چې شاوخوا د یو میلین نه زیات ماشومان افغانستان کې مزدوري کوي. همدا شان د رپوټ ترمخه، د هغو کورنیو شمېره هم سېوا شوې ده کوم چې د خپل خوراک دپاره د بل چا نه پیسې پور اخلي.

د ماشومانو د تحفظ نړېوالې ادارې په رپوټ کې راغلي چې د تېر اګسټ د میاشتې نه د افغانستان په هرو درېیو کورنیو کې، یوې کورنۍ خپل ټول آمدن (عاید) د لاسه ورکړی او څوک پکې کار و روزګار نلري.

سېف ډې چلډرن ویلي چې دوی د افغانستان په اوو (۷) ولایتونو کې د ۱۴۰۰ کورنیو سروې کړې ده او نتیجه یې دا وه چې د تېر حکومت د ړنګېدو نه پس، دوه اتیا فیصده (٪۸۲) افغانانو باندې آمدن درېدلی او هغوی اوس هېڅ بله چاره نلري بغیر د دې چې خپل ماشومان مزدورۍ ته ولیږي او د څېړونکو د اندازې لګولو د مخې، که د هرې کورنۍ نه یو ماشوم مزدورۍ ته تللی وي، نو د یو میلین نه زیات ماشومان په افغانستان کې په مزدورۍ اخته شوي دي.

راپور زیاتوي چې په ښارونو کې کورنۍ ډېرې ځپلی شوي، او سرښار کابل کې نیمایي کورنیو خپل عاید (آمدن) د لاسه ورکړی دی.

د بل اړخه د خوراکي موادو بیعې هم د اقتصادي بحران د وجې بره ختلي او ډېرې کورنۍ د خوراک د اخیستو توان نلري. قریب نهه دېرش فیصده (٪۳۹) کورنیو ویلي چې هغوی خوراکي مواد په پور اخلي. همدا شان اوه نیم فیصده (٪۷.۵) کورنیو ویلي چې هغوی خپلو بچیانو ته د خوراک برابرولو دپاره، سوال او خیرات راټولوي.

افغانستان کې د سېف ډې چلډرن ادارې مشر کرېس نیامانډي ویلي چې دوی په بل هېڅ ځای کې د افغانستان په شان خراب حالات ندي لیدي. هغه زیاته کړې چې هره ورځ داسې ماشومان ګوري چې په میاشتو میاشتو یې بغیر د وچې ډوډې بل څه ندي خوړلي او ناروغه دي.

کریس نیامانډي وایي: «دلته د خوراکي توکو کمښت هېڅ نشته، بازارونه ډک دي. خو بیا هم ماشومان د لوږې مړه کیږي، ځکه والدین یې نشي کولی ورته د بازاره خوراک واخلي. د دې حالت مخه نیول کیدلی شي، او باید ونیول شي.»

د حکومت د ړنګېدو او د طالبانو د واکمنېدو نه پس، په افغانستان باندې نړېوالې مرستې او امداد ودرېد، د افغانستان بنکي نظام فلج شو، د افغانستان خارجي زرمبادله کنګل شوه، د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي او امنیتي ځواکونه په کور کیناستل او تنخواګانې یې بندې شولې، او په دې ټولو سره افغانستان کې یو اقتصادي او بشري بحران راغی چې اوس افغانان ورنه رنځ وړي.

طالبانو خپل حکومت د اسلامي امارت په نوم اعلان کړی، خو تر اوسه هېڅ ملک هغه په رسمي توګه ندی پېژندلی، او طالبان هم حاضر ندي چې حکومت د نورو سره تقسیم کړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي، او یا ښځو جینکو ته د کار کولو او تعلیم اجازت ورکړي.