شاته

د جرمني چانسلر د یوکرېن او روس سفرونه کوي

د یوکرېن صدر ولادېمیر زیلینسکي د ګل دوشنبې په ورځ په کیېیو کې د جرمني چانسلر اولاف شولز په داسې حال کې کوربتوب کوي چې لویدیځ مشرانو په یو کرېن د روس د یرغل د ویرې په ترڅ کې همدردۍ ښودلي دي.

شولز چې سبا له ماسکو ته ورځي او تمه ده د صدر ولاديمیر پوټن سره وویني په روس د کړکېچ ختمولو غږ کړی دی، هغه په یو ټویټ کې لیکلي دي چې جګړه به سختې نتېجې پیدا کړي، هغه وویل د روس کوم ګام د اروپا امن ته خطرې جوړولی شي.

شولز په داسې موقع د کیېیو او ماسکو په سفر روان دی چې د مغربي ملکونو استخباراتي چارواکو خبرداری کړی چې په یوکرین د روس د حملې امکان هره شیبه په سېوا کېدو دی.

جرمني هم پخپلو شهریانو غږ کړی چې په فوري توګه دې د یوکرېن نه ووځي.

لویدیځو حکومتونو ویلي دي که حمله وشوه دوی په روس نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د G-7 هیوادونو اقتصادي وزیرانو په یو بیان کې ویلي دي د دويي سمدستي لومړیتوب د خراب وضعیت د کمولو لپاره د هڅو ملاتړ کول دي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېون د اتوار په ورځ وویل، هغه رپوټونه نشي تصدیق کولی چې ګنې روس به د شورو/چهارشنبې په ورځ یوکرین حمله وکړي، مګر د هغه وینا ده چې دا حمله ممکن هر وخت وشي.

بل پلو وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي، د امریکې صدر جو بایډن یو ځل بیا د شنبې/خالي په ورځ د روس صدر ولاډمیر پوټین سره ټلیفوني خبرې کړي او ورته یې یادونه کړې چې که روس په یوکرین حمله وکړي، نو د «فوري او سختو» نتایجو سره به مخامخ شي

د دې ټلیفوني خبرو نه پس، د پوټین د خارجي سیاست یو لوی سلاکار وویل چې بایډن د روس د امنیتي فکرمندیو په جواب کې هماغه خبرې وکړې کوم چې په جنوري میاشتې کې یې کړې وې.

روس د یوکرین سرحد ته نږدې، د یو لاکهـ نه زیات عسکر ځای پرځای کړي دي او د یوکرین شمال پلو په بلاروس کې یې هم یو لړ مشترک پوځي مشقونه پیل کړي دي، خو وایي چې په یوکرین باندې د حملې کولو څه پلان نه لري.

ماسکو د مغرب نه تضمینونه غواړي چې یوکرین او د پخواني شوروي اتحاد کوم جمهوریت به په نېټو کې نه شاملیږي، او بل دا چې نېټو اتحادیان په یوکرین کې میزائیلونه نصب نکړي او د مشرقي یورپ نه دې هم خپل عسکر وباسي. امریکا او د نېټو نورو اتحادیانو د روس د دې غوښتنو نه په کلکه انکار کړی دی.

د تازه خبرداریو وروسته، یو شمېر ائیرلاینونو یوکرین ته خپل پروازونه وځنډول. خو بل اړخ ته د یوکرین حکومت ویلي چې د فضایي حدودو د تړلو دپاره یې کومه وجه نشته او ائیرلانونه کولی شي د هېڅ ډول محدودیتونو بغیر، خپل عادي پروازونه وکړي.

د جرمني صدر فرانک والټر شټاینمایر د اتوار/یکشنبې په ورځ د روس په صدر ولاډمیر پوټین غږ وکړ چې «د یوکرین د غاړې نه دې رسۍ سسته کړي». جرمن صدر په یو مطبوعاتي کنفرنس کې وویل چې په مشرقي یورپ کې د یوې جګړې د پیلېدو خطره موجوده ده او د دې ذمه وار روس دی.