شاته

منظور پشتين: د علي وزیر د خوشي کولو پورې به په پرلت ناست يو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي چې څو پورې د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر خوشی کړی شوی نه وي، او پرضد يې د سيند صوبايي حکومت جوړې مقدمې بيرته نه وي اخستي دوی به د سيند اسمبلۍ مخې ته په احتجاج ناست وي.

پي ټي اېم پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (13 فرورۍ) مازيګر په څلور بجې په کراچۍ کې د سهراب ګوټ سيمې نه تر سيند اسمبلۍ لاريون پېل کړی او دغه لاريون په لارې کې درې ځايه د پوليسو لخوا د ودرولو وروسته د شپې نزدې په لس بجې د سيند اسمبلۍ مخې ته رسېدلی او پرلت يې وهلی دی.

د سيند اسمبلۍ مخې ته د رسېدو سره سم د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی د سيند حکومت نه 18 غوښتنې لري چې پکې په سر کې د علي وزير خوشي کول، د هغه او پي ټي اېم پرضد په کراچۍ کې جوړې مقدمې بيرته اخستل لومړۍ غوښتنې دي.

علي وزیر د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

په علي وزير او د پي ټي اېم په نورو مشرانو د کال 2020 د دسمبر په مياشت کې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته مقدمه جوړه شوې وه، علي وزیر ته په دغه قضيه کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی دی.

خو په کال 2018 کې په کراچۍ کې په جوړه بله مقدمه کې د نوموړي د ضمانت په خواست عدالت فېصله محفوظه کړې ده.

منظور پشتین وايي، د پاکستان مرکزي حکومت، د پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبې کولی شي چې په نورو تنظيمونو، کوم چې لاقانونه ګرځول شوي او د ترهګرۍ ضد مقدمې پرې جوړې شوي وي، د هغو پرضد جوړې مقدمې بيرته اخستل کېدی شي په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت کومه مجبوري ده چې د دوی پرضدجوړې مقدمې بيرته نه شي اخستی.

که څه هم د پي ټي اېم د مشر تازه بيان، لاريون او پرلت ته د پيپلز ګوند د سيند صوبې حکومت ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې خو له دې وړاندې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي وو، د صوبې وزيراعلي د پي ټي اېم پرضد د کال 2020 د مقدمې په اړه ناخبره ساتل شوی وو.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​