شاته

رپوټ: پنجاب کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی تن ذهني مريض وو

د پاکستان د پنجاب صوبې په خانېوال ضلع کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن ورور ويلي، ورور يې ذهنی ناروغه وو. په خانېوال کې دغه پېښه د تلمبه په کلیواله سيمه کې په 12 فرورۍ د جمعې په ورځ شوې وه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي، د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن ورور ويلي چې هغه د 17، 18 کالو راهسې ذهني ناروغه وو، هغه وړاندې په کراچۍ کې اوسېدو، او څو مياشتې مخکې کلي ته ستون شوی، هغه د کلونو پورې په روغتون کې وو خو صحتمند شوی نه وو.

هغه ويلي د ورور نه یې د دغه مسلې (ذهني ناروغۍ) په سر ښځې طلاق هم اخستی وو، د هغه دوه زامن او يوه ښځه وه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دغه پېښې نوټس اخستی او ويلي یې دي "د یو تن یا ډلې لخوا به قانون په لاس کې اخستل بیخي ونه زغمل شي".

عمران خان په ټويټر ويلي، "چې د هجوم یا راپارېدلو خلکو په لاس د وژنو د پېښو مخنيوي به په سختۍ سره کولی شي او زياته کړې يې ده، هغه د پنجاب د پولیسو مشر نه هم دې پېښه کې د ککړو کسانو او په خپلو فرايضو کې د ناکامه شوو پولیسو په ضد د کارروایۍ رپورټ غوښتی دی".

په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "که څوک ذهني ناروغه هم نه وي نو بيا هم خلکو ته دا اجازت نشه چې خلک بغېر د عدالتي او قانوني لارې نه علاوه بله لار واخلي، په خپله دعوه هم وکړي، ګواښان هم شي او جج، منصف هم شي او د سزا ورکولو کار هم په خپل لاس کې واخلي".

ښاغلي قبله ایاز وويل، "په داسې پېښو کې د رياست او ټولنې ډېرې زمه وارۍ دي، رياست له پکار ده چې انصاف ته رسايي یقيني کړي، عدالتي نظام چمتو شي، او د سزا يقينيت يقيني کړي".

په خانېوال کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته د پنجاب پوليسو ويلي، پوليسو په مختلفو ځايونو کې 120 چاپې وهلي او 62 مشکوک کسان يې نيولي دي، 33 کسان نومول شوي او د 300 نامالومه کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې او سختې او د ترهګرۍ مادې پکې شامل کړی شوي دي.

د مذهبي چارو دپاره د وزیراعظم سلاکار محمد طاهر اشرفي هم ویلي، دا کلچر چې په خپله پکې مدعي، منصف او خپله جلاد جوړيږي، دا نه شي چلېدی. دا په يو رياست کې هم نه شي چلېدی.

خبري غونډې ته نوموړي ويلي، د بده مرغه يوه رويه داسې ده چې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

هغه زياته کړې، 62 کسان نيول شوي چې مرکزي تورن چې دغه خبره يې خوره کړې وه هغه هم نيول شوی دی. نوموړي دا خبره هم کړې چې د وژل شوي تن مشتاق کور والو هم دا خبره کړې چې هغه ذهني ناروغه وو.

په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز روانه میاشت پخپل رپورټ کې ويلي د پاکستان د جوړېدو نه تر اوسه د هېواد دننه د 1415 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه او مقدمې درج شوي چې پکې د عدالت پرته 89 کسان وژل شوي هم دي.

رپورټ کې راغلي چې د کال 1947 نه تر کال 2021م پورې پاکستان کې 18 ښځې او 71 سړي د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د عدالت پرته وژل شوې دي.

د دغه رپورټ په اساس د کال 2011 او 2021 په منځومانه موده کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوى د الزامونو په رجحان کې اضافه ليدل شوې ده او دغه موده کې د 1287 وګړو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه لګول شوې دي.

د سي ار اېس اېس په رپورټ کې ويل شوي د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیات 70 سلنه تورونه په پنجاب صوبه کې په خلکو لګول شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​