شاته

د یوکرین لانجه: د جرمني صدر وایي یورپ د جنګ د خطرې سره مخ دی او ذمه وار یې روس دی

واشنګټن - د جرمني صدر فرانک والټر شټاینمایر د اتوار/یکشنبې په ورځ د روس په صدر ولاډمیر پوټین غږ وکړ چې «د یوکرین د غاړې نه دې رسۍ سسته کړي». جرمن صدر په یو مطبوعاتي کنفرنس کې وویل چې په مشرقي یورپ کې د یوې جګړې د پیلېدو خطره موجوده ده او د دې ذمه وار روس دی.

بل پلو د جرمني چانسلر یا وزیراعظم اولاف شولټز به دا هفته یوکرین او روس ته په دوره ولاړ شي او کوشش به وکړي چې سیمه کې پیدا شوی جنجال او تناو راکم کړي.

شولټز په داسې موقع د کییف او ماسکو په سفر روان دی چې د مغربي ملکونو استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې په یوکرین باندې د روس د حملې امکان هره شیبه په سېوا کېدو دی. جرمني هم پخپلو شهریانو غږ کړی چې که یوکرین کې دي، په فوري توګه دې د هغه هېواد نه ووځي.

اولاف شولټز مخکې تر دې چې د یوکرین او روس په سفر ولاړ شي، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې یو ځل بیا روس ته خبرداری ورکړ چې په یوکرین دې حمله نه کوي، او په دې یې ټینګار وکړی چې د سفارتکارۍ لارې چارې دې ولټول شي.

د جرمني چانسلر (وزیراعظم) اولاف شولټز
د جرمني چانسلر (وزیراعظم) اولاف شولټز

د جرمني چانسلر اولاف شولټز په برلېن کې خبریالانو ته وویل: «زه سبا یوکرین ته روان یم چې د صدر زېلینسکي سره وغږیږم. بل سبا به ماسکو ته ولاړ شم او د صدر پوټین سره به خبرې وکړم. په دې دواړو (ملاقاتو) کې مقصد دا دی چې په یورپ کې څنګه کولی شو امن وساتو؟»

د یوکرین په هکله شولټز وویل، هغه هېواد دې ډاډه اوسي چې د جرمني په شمول مغربي ملکونه به ورسره کلک ولاړ وي. هغه یوکرین سره د جرمني د مالي امداد یادونه هم وکړه، مګر روس ته یې یو ځل بیا په ډاګه وویل چې یوکرین باندې د روس د حملې په صورت کې، یورپي او نېټو اتحادیان به سمدستي متحد غبرګون وښيي. شولټز وویل:

«په همدې وجه ضروري ته چې په څرګنده وویل شي چې که په یوکرین داسې پوځي یرغل وشي چې د هغه ملک علاقائي سالمیت او خودمختاریت ته خطر پېښ کړي، نتیجه به یې سخت جوابونه او پابندۍ وي چې مونږ ورته پوره آمادګي نیولې ده او سمدستي یې د خپلو یورپي او نېټو اتحادیانو سره یوځای عملي کولی شو.»

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار په ورځ وویل، هغه رپوټونه نشي تصدیق کولی چې ګنې روس به د شورو/چهارشنبې په ورځ یوکرین باندې حمله وکړي، مګر د هغه وینا ده چې دا حمله ممکن هر وخت وشي.

بل پلو وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي، د امریکې صدر جو بایډن یو ځل بیا د شنبې/خالي په ورځ د روس صدر ولاډمیر پوټین سره ټلیفوني خبرې کړي او ورته یې یادونه کړې چې که روس په یوکرین حمله وکړي، نو د «فوري او سختو» نتایجو سره به مخامخ شي.

بایډن ویلي چې که روس په یوکرین حمله وکړي، امریکا او اتحادیان به یې سمدستي په روس سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي
بایډن ویلي چې که روس په یوکرین حمله وکړي، امریکا او اتحادیان به یې سمدستي په روس سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي

د دې ټلیفوني خبرو نه پس، د پوټین د خارجي سیاست یو لوی سلاکار وویل چې بایډن د روس د امنیتي فکرمندیو په جواب کې هماغه خبرې وکړې کوم چې په جنوري میاشتې کې یې کړې وې.

روس د یوکرین سرحد ته نږدې، د یو لاکهـ نه زیات عسکر ځای پرځای کړي دي او د یوکرین شمال پلو په بلاروس کې یې هم یو لړ مشترک پوځي مشقونه پیل کړي دي، خو وایي چې په یوکرین باندې د حملې کولو څه پلان نه لري.

ماسکو د مغرب نه تضمینونه غواړي چې یوکرین او د پخواني شوروي اتحاد کوم جمهوریت به په نېټو کې نه شاملیږي، او بل دا چې نېټو اتحادیان په یوکرین کې میزائیلونه نصب نکړي او د مشرقي یورپ نه دې هم خپل عسکر وباسي. امریکا او د نېټو نورو اتحادیانو د روس د دې غوښتنو نه په کلکه انکار کړی دی.

د تازه خبرداریو وروسته، یو شمېر ائیرلاینونو یوکرین ته خپل پروازونه وځنډول. خو بل اړخ ته د یوکرین حکومت ویلي چې د فضایي حدودو د تړلو دپاره یې کومه وجه نشته او ائیرلانونه کولی شي د هېڅ ډول محدودیتونو بغیر، خپل عادي پروازونه وکړي.