شاته

دعلي وزیر قضیه:دسینداسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت لپاره پي‌ ټي ایم لاریون پیل کړو

دپښتون ژغورنې غورځنګ دیکشنبې د ورځې نه په کراچۍ کې دسیند اسمبلۍ مخې ته داحتجاجي پرلت وهلو لپاره ددغه غورځنګ دمشر منظور پشتین په مشرۍ کې لاریون پیل کړی دی چې پکې دکراچۍ اؤ دهیواد دنورو برخو په زرګونو پښتانه برخه لري.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وي او ای ډیوه ته وایي دوئ به ترهغې دسیند اسمبلۍ مخې ته خپل احتجاجي پرلت ته دوام ورکړي ترڅو چې دسیند حکومت دغورځنګ دبندي مخکښ مشر علي وزیر په ضد ایف ایي ار بیرته نه وي اخستی .

دجنوبي وزیرستان نه دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر پولیسو کال ۲۰۲۰م کې د دسمبر په ۱۶مه نیټه دپېښور نه نیولی اؤ بیا یې دسیند پولیسو ته سپارلی ؤ.

پولیسو دهغه پر ضد درج مقدمه کې تور لګولی چې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته په وینا، کې د پاکستان د امنيتي ادارو پرضد خلک راپارولي وؤ.

خو علي‌ وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو وخت په وخت دا تورونه رد کړي اؤ وایي دوئ دپاکستان دایین اؤ قانون دننه دپښتنو دحقونو لپاره پرامنه مبارزه کوي.

دعلي وزیر ترڅنګ دپښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي حنیف پشتین،اویس ابدال اؤ فهیم هم دا مهال دبیلابیلو تورونو په اساس زندان کې پراته دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ددوئ دخوشې کولو لپاره نن دیکشنبې د ورځې نه دسینداسمبلۍ مخې ته داحتجاجي پرلت پیل کولو اعلان کړی اؤ دسیمې نه د ډیوه خبریال فضل عزیز وایي چې دغه پرلت لپاره دمنظور پشتین په مشرۍ د زرګونو پښتنو احتجاجي لاریون پیل شوی دی.

دلاریون په مهال دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي چې دوئ به دعلي وزیر اؤ دخپل غورځنګ دنورو بندي فعالینو دخوشې کولو لپاره نن نه دسیند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیلوي اؤ ترهغې به دا پرلت دوام کوي ترڅو چې ددوئ‌ ټول بندي ملګري پرېښودل شوي نه وي.

منظور پشتین وایي علي وزیر دتیرو څوارلسو میاشتو راهسې بېګناه بې خطا زندان ته اچول شوی دی اؤ بل لوري ته په پنجاب کې دیوې تندروه ډلې دمشرانو اؤ فعالینو په ضد حکومت جوړې کړې مقدمې بېرته اخستي اؤ ایف ایي ارونه یې ختم کړي دي.

منظور پشتین وایي دسیند حکومت دعلي وزیر په ضد دایف ایي ار دبېرته اخستو صلاحیت لري اؤ دوئ کراچۍ ته دسیند حکومت دمخالفت لپاره نه بلکې ددې غوښتنې لپاره ورټول شوي دي چې باید دعلي وزیر په ضد ایف ایي ار بېرته واخستل شي.

هغه وایي دعلي وزیر ترڅنګ هغوئ دخپلو نورو بندي ملګرو حنیف پشتین، فیهم اؤ اویس ابدال دخوشې کولو غوښتنه هم لري اؤ په کراچۍ کې چې دمیشتو پښتنو سره کوم زیاتی کیږي دهغې په اړه به هم دسیند حکومت سره غږیږي ترڅو دا زیاتی بند کړل شي.

دسیند صوبې حکومت لا د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت اؤ غوښتنو ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو دعلي وزیر له نیول کیدو وړاندې ددې ګوند مشرانو زیاتره وخت دپي‌ ټي ایم دجایزو غوښتنو ملاتړ څرګند کړی ؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​