شاته

څېړونکي:پاکستان افغانستان لپاره نړۍ نه مرستې غواړي خو پخپله یې افغانانو ته پولې تړلې دي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د نړۍ زیاتره هیوادونه د پاکستان دې دريځ سره اتفاق لري چې افغانستان کښې روان انساني بحران ختمولو د پاره به امریکې ته د افغانستان کنګل کړل شوې اثاثې خلاصول وي .

څیړونکي وایې دافغانستان دحالاتو ذمه واره یوازې امریکا نه بلکې د افغانستان هغه ګاوندي هیوادونه هم دي چې افغانستان کښې یې د طالبانو حکومت غوښتو.

څېړونکي دپاکستان دا دریځ هم عجیبه بولي چې پخپله یې افغانانو ته خپلې پولې تړلي خو دنړۍ نه دافغانستان لپاره مرستې غواړي.

چین ته دخپل وروستي سفر په هکله پخوانيو سفیرانو اؤ صحافیانو سره دخبرو په وخت وزیراعظم عمران خان ویلي دي امریکا هم په دې پوهه ده چې راتلونکي وخت کښې به په افغانستان کښې حالات نور هم خرابیږي ځکه نو پکار ده چې امریکا د افغانستان کنګل کړل شوې پیسې ور ایله کړي.

تیر کال د اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ ټینګیدو وروسته امریکې د افغانستان دمرکزي بانک نزدې نهه اربه ډالر کنګل کړي وي.

اوس دجمعې په ورځ د امریکې صدر جو بایډن په یوه حکمنامه لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې دغو پیسو نه درې نیم اربه ډالر دافغان ولس نیغ په نیغه مرستو لپاره ور ایله کولی شي خو پاتې درې نیم اربه ډالر به تر هغه وخته په امریکا کې پاتې وي چې د یوولسم ستمبر د قربانیانو کورنیو ته یې د معاوضې په توګه د ورکولو د دعوې پرېکړه نه وې شوي.

د پاکستان لخوا پرله پسې امریکې اؤ نړۍ نه د افغان طالبانو دامداد دغوښتنې په هکله د پيښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد اؤ څیړن کار ډاکټر اشرف علي وایې دا خبره سمه ده چې امریکا هم افغانستان کښې د رامنځته شوؤ حالاتو ذمه واره ده خو د افغانستان دحالاتو تر ټولو لویې ذمه وار هغه ګاوندي هیوادونه دي چې په افغانستان کښې یې د طالبانو حکومت جوړولو طرفداري کوله .

ډاکتر عرفان اشرف وایي پاکستان د امریکې نه افغانستان د پاره د امداد غوښتنې کوي خو خپله یې افغانستان سره پولې تړلې دي اؤ تجارت یې هم ورسره تړلی دی اؤ دغه شان سلوک افغانستان سره ایران اؤ دمنځنۍ اسیا هیوادونه هم کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي که چرې دافغانستان ګاوندي هیوادونه افغان ولس سره امداد ته تیار نه دي نو بیا په کومه خله د نړې نه افغانستان سره دمرستو غوښتنه کوي.

پاکستان په افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا دریځ خپل کړی چې نړۍ دې افغان طالبانو ته نه ګوري خو د افغانستان ولس سره دې مرستې وکړي.

په دغه ملاقات کښې وزیراعظم عمران خان چین ته خپل وروستی سفر هم د پاکستان اؤ چین اړیکو د پاره ګتور ګرځولی دی اؤ ویلي یې دي چین اؤ پاکستان دافغانستان په اړه په یوه لیکه ولاړ دي خو دامریکې ځېنې مجبورۍ دي.

وزیراعظم نزدې ورځو کې په داسې حال کې د چین سفر اؤ هلته دبیجنګ اولمپیکس کښې ګډون کړی ؤ چې داساسي بشري حقونو څخه دسرغړونو په تور د نړۍ ېو شمیر هیوادونو د بیجنګ اولمپیکس بایکاټ کړی ؤ.